تاند- طالبانو نن په یوه اعلامیه کې د خپل مشر ملا محمد عمر اخوند مړینه اعلان کړه.
د قاري یوسف احمدي له لوري رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د ملا عمر د ورور ملا عبدالمنان اخوند او د ملا عمر د مشر زوی مولوي محمد یعقوب له لوري غوښتنه شوې چې:« د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که ددوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي او په دعاګانو کې دي تل یاد ساتي،موږ په دې ستر غم کې ټول مسلمان امت او په خاص ډول دافغانستان مجاهد ولس له ځان سره شریک بو لو اوټولو ته له الله تعالی څخه دتصلیت او صبرجمیل غوښتونکي یو.»
طالبانو په دې خبرپاڼه کې د ملا محمد عمر د مړینې د نېټې یادونه نه ده کړې او نه یې د افغانستان د حکومت له لوري د ملا عمر د مړینې اعلان شوې تقریبي نېټه رد کړې ده.
د افغانستان حکومت پرون اعلان وکړ چې رسماً د ملاعمر مړینه تاییدوي او وايي چې نوموړی د ۲۰۱۳ کال په اپرېل میاشت کې مړ شوی دی.
طالبانو د ملاعمر د مړینې تر تایید څو ساعته مخکې د نوي مشر د ټاکلو پرېکړه وکړه.
د پاکستان جیو نیوز تلویزیون وویل، باوري سرچینو نن /پنجشنبه/ ورته وویل چې پرون د طالبانو عالي شورا وروبلل شوه چې په ترڅ کې یې وپتېیل شوه چې ملااختر محمد منصور به د دوی مشر وي.
دې باوري سرچینو وویل چې په غونډه کې همداراز فیصله وشوه چې خلیفه سراج الدین حقاني او هیبت الله اخوندزاده به د نوي مشر مرستیالان وي.
د راپور پر اساس د طالبانو د عالي شورا په غونډه کې د دې ډلې د قیادي شورا تقریباً ټول غړي حاضر ول.
د طالبانو د رهبري شورا دوو غړیو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د ملا عمر پر ځای د ملا اختر محمد منصور د ټاکنې پرېکړه د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د قیادي شورا له لوري وشوه.
د طالبانو د رهبري شورا دوو غړیو اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې د ملا عمر پر ځای د ملا اختر محمد منصور د ټاکنې پرېکړه د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کوټې ښار کې د قیادي شورا له لوري وشوه.
ملا اختر محمد منصور تر دې مخکې د طالبانو د مشر د مرستیال او په حقیقت کې د ټولو چارو د مسوول دنده لرله.
منصور د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او ویل کېږي چې د سولې د خبرو پلوی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې منصور پاکستاني چارواکو ته نژدې دی او د ده ټاکنه ممکن د طالبانو په منځ کې اختلافات زیات کړي.
په همدې حال کې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د ملاعمر د مړینې د خبر د خپرېدو له کبله د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې، چې ټاکل شوې وه، سبا /جمعه/ اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګي کې وشي، تر نامعلومې نېټې پوري ځنډول شوي دي.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي د مشرتابه شورا له لوري سر له نن څخه د درو ورځو په مخه د خپل مشر د مړینې په خاطر د دعاوو او فاتحې مراسم جوړوي.
هماغه راز چې ملا عمر له پیله مرموز رامنځته او په مرموز ډول امارت ته ورسېد، مرګ یې هم مرموز و او د مړینې اعلانونه یې هم مرموز وشول.
په داسي حال کې چې طالبان په ۱۴ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د سولې خبرو ته تیار شوي وو، ولي د افغانستان حکومت د نوموړي مړینه رسماً اعلان کړه او طالبانو دا ځل ولي د افغانستان د حکومت اعلان تایید کړ. حال دا چې پخوا هم د ملاعمر د مړینې خبرونه خپاره شوي وو او دقیق هم ول لیکن طالبان حاضر نه ول چې تایید یې کړي.
دا هغه پوښتنې دي چې د ډېرو خلکو په ذهنونو کې ګرځي.
Reliable sources says that Mullah Omer was poisoned by ISI and was dumped into sea near Gwadar port.
زه خو وایم چې لعنت دې وي ددوی په بادار پاکستان او پدې جاهلو ټالبانو ، دې بادارپه تاسو وحشیانو کومې لوبې ونکړې، تاسو ته په افغان ویلو هم خلک شرمیږي په خپل هیواد کې یې په دښمنیواخته کړئ او په پاکستان کې یې دغلامانو په څیر وساتلئ او دنه منلو په صورت کې یې ستاسو افغاني عزت او شهامت مات کړ او حتى ستاسو ښځو او ماشومانو ته يي هم لاس واچوه او بندیان یې کړئ. خو ستاسو په زړونو ، سترګو او غوږونو پټۍ لګيدلي او د افغان وژنې نه مو لاس وانخست. په تاسو یې خپل خوږ اوښکلی هیواد وران کړ، خپل ورونه یې درباندې ووژل اوداسلام برخلاف یې درباندې د ښځوتعلیم بند کړ او دا کار جاري دی. بادار مو په خپل هیوادکې ښځه صدراعظمه درلوده، د بادار دمولایانو لوڼې مو په خارج کې تعلیمونه کوي، هیرامنډی په لاهور کې لري سینماګانې او داسې ډير ستاسو د عقیدې خلاف شیان لري، ایا تاسوجاهلوکله دې ته فکرکړی ؟که نه تاسو الله تعالی سمن بکمن کړي یاست، اوس هم سروخت دی. وحشيانو اوس ستاسو پروژه ختمه شوه . ستاسو بادار نوې پروژه او کاروبار واخست د داعش په نوم ستاسو کتاب بند شو الله مو مل شه. څو ورځې وړاندې یې دامریکانه دترورزم سره دمبارزې لپاره میلونونه ډالر واخستل، په حقیقت كي دا یې د داعش دتمویل او ستاسو او افغانانو د نابوۍ او بربادۍ لپاره اخستي.