تاند- ایراني رسنۍ وايي چې افغان طالبانو د افغانستان په لوېدیځ کې د داعش ۵ مهم غړي اعدام کړي دي.

تسنیم نیوز خبري اژانس د طالبانو په قول وايي، د داعش یو مشر اقا جلیل او د داعش څلور نور مشران د افغانستان په لوېدیځ کې اعدام شول.

داعش ډله له شیعه ګانو سره سخت مخالفت لري او ایراني ځواکونه او شیعه ملېشې په عراق او سوریه کې د دې ډلې پر ضد جنګېږي. په افغانستان کې هم له داعش سره مخالفت د دې سبب شوی چې ایران طالبانو ته نژدې شي.

طالبان نه یوازې له شیعه ګانو سره مخالفت نه لري بلکې په هغو سیمو کې چې شیعه افغانان اوسي، له دولتي فعالیتونو، تاسیساتو او خلکو سره کار نه لري.

خو داعش ترهګره ډله پر شیعه مسلمانانو هیڅ رحم نه کوي.

تسنیم وايي، د داعش بل مهم اعدام شوی مشر توحیدي نومېږي.

طالبانو ویلي چې د داعش غړي یې هغه مهال ونیول چې له فاریاب ولایته ننګرهار ته روان ول.

تسنیم د طالبانو له قوله ویلي چې دوی له ډېرې مودې راهیسې د داعش خوځښتونه څاري او په ځلونو له دې ډلې سره په جګړه کې ښکېل شوي دي.

داعش ډلې د جون په میاشت کې د طالبانو پر ضد جهاد اعلان کړ او طالبان یې له اسلامه منحرف کسان وبلل.

د داعش له فتوا وروسته د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد تسنیم خبري اژانس ته وویل، دوی د داعش د ځپلو کلکه اراده کړې ده.

تسنیم او د ایران د سپاه پاسداران نور اړوند خبري اژانسونه د افغان طالبانو د فتوحاتو له مبالغې ډک خبرونه ډېر خپروي، په افغانستان کې قومي اختلاف ته پوکی وهي او د ولسمشر غني، د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت د ريیس معصوم ستانکزي پر ضد پر له پسې تبلیغات کوي.

3 thoughts on “طالبانو د داعش ۵ مهم غړي اعدام کړل”
  1. طالب د افغانستان پر بدن لړم دی او داعشیان د لړم بچیان دی. وایي د لړم بچیان خپله مور اخر خوری. اوس یی سیل کوئ. د داعش و طالب ترمنځ توپیر د لړمانو بیلول دی

  2. افسوس د افغانانو به حال جی کله د باکستان به غیز او کله د ایران به غیز کی وی
    اخیر به خبلو خلکو رحم وکری

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *