تاند- طالبانو د بریتانیايي ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې روسیه له طالبانو سره د مالي ملاتړ لپاره دې ډلې ته وړیا تېل ورکوي څو د افغانستان په بازارونو کې یې وپلوري.
طالبانو ویلي چې داسې کومه لار نشته چې روسیه له طالبانو سره مرسته وکړي.
طالبانو د لندن ټایمز راپور بې اساسه تبلیغ وباله.
لندن ټایمز په یوه راپور کې د طالبانو د مالي مسول په قول ویلي چې په لومړي پړاو کې روسانو یو نیم کال پخوا د تېلو څو ټانکرونه دوی ته په ازمېښتي ډول ورکړل، خو وروسته یې په تدریج اندازه زیاته کړه.
د طالبانو دې سرچینې، چې د ټایمز ورځپاڼې په راپور کې یې نوم نه دی اخیستل شوی، ادعا کړې چې روسیې دا تېل طالبانو ته وړیا ورکړي دي.
په راپور کې همداراز ویل شوي چې طالبانو له روسیې څخه وړیا اخیستي تېل په کابل کې پر یو شمېر سوداګرو پلورلي او پیسې یې د حوالې له لارې ترلاسه کړي دي.
د ټایمز په راپور کې دا نه دي ویل شوي چې طالبانو ته تېل د افغانستان په کومه سیمه کې څرنګه سپارل شوي دي.
روسي چارواکو هم په دې اړه چې طالبانو ته تېل ورکوي، څه نه دي ویلي.
خو پخوا په ځینو راپورونو کې د افغانستان لپاره د روسیې د خاص استازي ضمیر کابلوف له قوله ویل شوي چې مسکو له طالبانو سره د معلوماتو د تبادله کولو لپاره چاینلونه جوړ کړي دي.
کابلوف ویلي چې د روسیې ګټې د داعش په وړاندې په جګړه کې د طالبانو له ګټو سره غوټه شوي دي.
تر دې مخکې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن په اپریل میاشت کې وویل چې روسیه په ښکاره ډول طالبانو ته د مشروعیت ورکولو هڅه کوي.
نیکلسن همداراز وویل چې روسیه ناسم فکر کوي چې یوازې طالبان د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد په افغانستان کې جنګېږي.
ټایمز ورځپاڼې ویلي، وروسته له دې چې په ۲۰۱۴ م کال داعش ډلې په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، مسکو د طالبانو د ملاتړ لپاره هلې ځلې زیاتې کړې.
ټایمز ورځپاڼه له یوه ۳۷ کلن روسي سلاکار سره هم ږغېدلې. دغه سلاکار، چې ټایمز یې نوم نه دی افشا کړی، ویلي ۶ اوونۍ وړاندې یې په هلمند کې د طالبانو له مشر هیبة الله سره لیدلي دي.
په وروستیو کې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وویل چې د طالبانو مشر ملا هیبة الله د څو ورځو لپاره هلمند ته تللی و چې د هوايي بریدونو د زیاتېدو په وړاندې د جنګي تاکتیکونو د بدلولو او له داعش سره د جګړې د نه کولو په اړه د ۱۵ ولایتونو له پوځي مسوولانو سره خبرې وکړي.
د ټایمز ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې روسیه د میاشتې د دوه نیم ملیون ډالرو په ارزښت تېل طالبانو ته رسوي چې طالبان په دې پیسو جګړې ته دوام ورکوي.
د طالبانو یوه غړي ټایمز ته ویلي، که څه هم له روسیې د مرستو اخیستل ښه کار نه دی خو په اوس وخت کې له لوېدیځو ځواکونو سره د جنګېدو لپاره د روسیې مرسته پکار ده.