تاند- د مولداویا ولسمشر نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان کې دوه یرغمل شوي مولداویايي پېلوټان خوشي شوي دي.
د مولداویا ولسمشر ایګور دونالد د خپل هیواد په پلازمېنه کې وویل، مولداویايي پېلوټان له څه باندې ۳ کاله بنده وروسته خوشي شوي دي.
ده خبریالانو ته وویل«د روانې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به زه په الوتکه کې مسکو ته لاړ شم او له هغه ځایه به پېلوټان خپل هیواد ته راولم.»
دواړه پېلوټان اوس د مسکو په یوه روغتون کې دي او روغتیايي حالت یې د رضایت وړ بلل شوی دی.
دوی د ۲۰۱۵ م کال په نوومبر میاشت کې هغه مهال طالبانو یرغمل کړل چې ایم آی – ۱۷ روسي څرخکه یې په فاریاب ولایت کې ولوېده.
په دې پېښه کې د هیلي کوپتر یوه مولداویايي عمله ووژل شوه. دوی د ملګروملتو له لوري سیمې ته مرسته رسوله.
مولداویايي رسنۍ وايي چې دواړه پېلوټان د فبرورۍ په ۹ مه /د شنبې ورځ/ له اوږدو خبرو وروسته خوشي شول.
د دوی په خلاصون کې روسیې مرسته وکړه.
د مولداویا ولسمشر خبریالانو ته وویل، پېلوټان یې هغه مهال خوشي شول چې ده د روسیې د فدراسیون له مشرتابه څخه په خپله وغوښتل چې په دې قضیه کې مرسته وکړي.
ښه ، نو تروریستان تور وي که سپین؟
د ملګروملتونو د مرستندویه الوتکې عملیه هم د ملا شیرمامد د ملګرو له خوا دا پنځه کاله بندیان ول. هغوي خو د افغانستان د جنګ کوم لوری نه ول.