سهیل شاهین

تاند، پنجشنبه، د ثور ۴ مه: طالبانو د ولسمشر غني لخوا نن په پنځمه جوپه کې د خپلو ۵۵ زندانیانو له ورخوشې کولو وروسته هم د هغه لخوا په روژه کې د اوربند غوښتنه نه ده منلې.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ولسمشر د اوربند له غوښتنې او د ۵۵ نورو طالب زندانیانو له ورخوشې کولو څو ساعته وروسته په یو ټویټ کې ویلي، د دوی په وینا ‏اسلامي امارت له امریکا سره د توافقنامې په لاسلیک هغه جامع مکانیزم ومانه، امنیت شورا اوبین المللی ټولنې هم تایید کړ چې که عملي شي موږ اوربند او سولې ته رسوي.

نوموړي ویلي، د کورونا له امله زرګونه بندیان په خطر کې اچولو او د توافقنامې د بشپړ تطبیق او د سولې پروسې د مخنیوي با وجود اوربند غوښتل معقول ندي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د حکومت لخوا د خوشې شویو طالبانو شمېر ۵۰۰ تنو ته ورسید او پرلپسې له طالبانو د اوربند غوښتنه کېږي.

ولسمشر غني نن هم د روژې د مبارکۍ په یو پیغام کې ویلي، حکومت له طالبانو غواړي چې د اوربند غوښتنه یې رد نه کړي او د تاوتریخوالي او جګړې کمولو برخه کې لاس په کار شي.

ولسمشر ویلي، طالبان باید د افغان حکومت او ولس غوښتنه په حساسو کورونايي حالاتو کې ومني او د روژې په درناوي دې د اوربند غوښتنې ته لبیک ووايي، د افغان مسلمانانو له وینې تویولو دې لاس واخلي او د سولې ژوند ته دې راوګرځي.

4 thoughts on “طالبانو د روژې په خاطر د ولسمشر غني د اوربند وړاندیز غیرمعقول وباله”
  1. دا خو 500 ټالب بندیان خوشې شویدي او دوی 5000 تنه غواړي. که فرضا ټول ټالب زندانیان خوشې هم کړئ ، دوی به له افغان وژنې ، ترور او دهشت نه لای وا نه خلي.
    هغوي اوس حرفوي تروریستان او سادستان ګرځېدلي دي . په کومه شپه چې دوی د افغانانو د وژلو خبر وانه وري ، د ټالب مشرانو او قوماندانانو ته خوب نه ورځي اوتر سهاره ځوریږي.
    دولت دې خپله ملي اردو تقویه کړي ، ولس دې د دولت ټینګ ملاتړ وکړي او له ټالبانو سره دې د تل لپاره مخه ښه وکړي. بیا به پښېماني سود او ګټه ونه لري.

  2. دا لعنتی طالبان نه بلکی د بی ګناو افغانانو قاتلان دوی دا توان او صلاحیت نلری چی د خپلو پنجابی بادارانو له اجازی نه پرته څه وکړی انشاالله ‌‌‌‌‌‌دوی پخپله ‌‌‌‌‌‌ډیر ژر به دلوی دخدای په قهر مخامخ شی ، دوی د انسانیت دوشمنان دي لعنت دي وی پر دوی

  3. ، عجیبه ده ! د قطر د طالبانو په اند افغان وژنه دوی ته تر اوربند او صلحی نه معقوله فیصله ده ، هغه هم د روژی په میاشت کی ، واضحه ده چه دغسی غیراسلامی او غیر شرعی تصمیمونه د افغان دښمنه قوتونو له خوا ورته سپارل
    کیژی او دوی ددغه تصمیمونو د تطبیق د پاره استخدام شوی . اصلآ دوی په افغانستان کی د جګړی تجارت روان کړی او ددغه تجارت ګټی ددوی سترګی ړندی کړی .

  4. د خبریال ډات کام د ۲۱ اپریل د خبرونو د مخی :
    د قطر حکومت د آمریکا او پاکستان په همغږی په قطر کی ۱۰۰۰ نفرو طالبانو ته یو یو کور ورکړی او ۲۰ زره قطری ریاله ماهانه معاش ورکوی . دغه ګټی د جنګ د تجارت د ګټو یوه وړه نمونه ده . د طالبانو ویاند په قطر کی اعلامیه وړاندی کوی چه د اشرف غنی وړاندیز د اوربند په هکله غیر معقول دی ، موږ اوربند نه غواړو ( بلکه جنګ غواړو ! ) حتی د روژی په میاشت کی هم اوربند نه غواړو (دخپل وطندارانو وژنوته دوام ورکوو ) . یا په بل عبارت طالبان وایی چه په اوربند کی خو زموږهیڅ ګټه نشته او نه هم په صلحه کی . بلکه په اوربند او صلحه کی د افغانستان د ملت ګټه ده ، د عامه افغانانو ګټه ده ، دهیواد د اقتصاد او پرمختګ ګټه ده ، د افغانستان د نظام ګټه ده ( موږ خو نه نظام جوړولای شو او نه یی هم ساتلای شو ) ، اوکه په افغانستان کی صلحه را ځی نو موږ به حتمآ دملت جز ګرزو او په ملت کی به ادغام کیژو ، نو بیا خوبه نه د قطر معاشونه وی او نه به د نورو افغان دښمنه استخبارتی شبکو پیسی ، نه هم د عربو مفت او مفشن کورونه ، موتران ، او نه به هم د تریاکو د تجارت اجازه وی ، نه به ګمرکی محصول وی او نه به د شرکتونو او انجیو ګانو نه کمیشن او اختطاف . د طالبان مشران خو هسی هم د جنګ د مرمیو نه مصؤن په قطر کی د خپلو اولادونو سره د عیاشی ژوند تیروی . نو ځکه د قطر طالبان د مړی خیټی خبری کوی او دداکتر اشرف غنی د اوربند وړاندیز هغه هم د روژی په میاشت کی غیر معقول بولی ، او د افغانانو وینه تویول او د جنګ دوام په ډیره بی شرمی سره معقول او جایز بولی ، دغه فیصلی اوڅرګندونی د اسلام سره سراسر په تقابل او ټکر کی دی . اصلی راز هم دطالبانو مشران چا ته نه وایی ، اوهغه رازد جنګ نه د ګټو راز دی ، هغه جنګ چه د پردیو د اهدافو د پاره اکثره طالب مشران او قوماندانان دوسیلی او ابزار په توګه استخدام شوی او ددغه استخدام به مقابل کی ډیری پیسی تر لاسه کوی او ددغه جنګی تجارت ګټو ددوی سترګی ړندی کړی . ددوی اندیښنه په افغانستان کی اصلآ د اسلام ، جهاد ، صلحی ،او امنیت ، صحت او اقصاد سره نه ده ، بلکه ددوی اندیښنه د خپل ناروا جنګی تجارت د سودواو زیان سره ده .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *