تاند، یکشنبه، د حوت ۱۱مه: د افغان حکومت یوه پیاوړې امنیتي سرچینه تاند ته وایي، طالبان له افغان حکومت څخه خپل ۵ زره خطرناک او په ترهګریزو پیښو کې نیول شوي طراحان بندیان غواړي خو په مقابل کې یې دغه ډله د افغان حکومت زر تنه په مخفي زندانونو کې نه لري.

سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط دا هم وایي،چې طالب مرکچي پلاوي د خپلو بندیانو د خلاصون په بدل کې د افغان دولت د زر تنه کارکوونکو او سرتېرو د خوشي کولو خبره کړې وه خو سرچینې وایي چې وسله وال طالبان په خپلو بندیخانو کې زر تنه بندیان نلري او په همدې اساس یې ټولو خپلو جنګیالیو ته سپارښتنه کړې ده چې ژر تر ژره دې په لویو لارو کې دولتي او نادولتي مامورین او سرتیري ښکته او یاد سهم تر ټاکل شوې مودې پورې بشپړ کړي.

سرچینه وایي، په همدې اساس دې د افغان دولت په دستګاه کې د ولس په خدمت بوخت ټول وطنداران پر نا امنو لارو د زیاتې اړتیا او لازمو تدابیرو پرته له تګ راتګ جداً وکړي: (( طالبانو د همدې امر له مخې د شنبې په ورځ د غزني په مقرو کې ۲۹ تنه مسافر له موټرو کوز کړي وو، چې افغان ځواکونه پرې خبر شوي او دغه مسافر یې ژغورلي دي.))

سرچینه وایي، افغان ځانګړو ځواکونو په ۱۳۹۸ کال کې د طالبانو لسګونه زندانونه مات کړي دي چې افغان سرتېري او مامورین په کې کم خو ملکیان په کې زیات بندیان وو.

دا په داسې حال کې ده چې طالب مشرانو ویلي، امریکا سره له تړون وروسته به د باور جوړونې لپاره ۵ زره طالب او زر تنه افغان بندیان له دواړو خواو خوشې کېږي.

2 thoughts on “طالبانو د زر تنه افغان بندیانو پوره کولو لپاره په لویو لارو د مامورینو کوزول پیل کړي”
  1. د پنجابیانو بی حیائی دومره زیاته شوی چی اوس علنی د طالبانو غمخوری او خواخوږی د وزیری خارجه چینل څخه اعلانوی او امر کوی چی د مونږ طالبانو زندانیان باید افغان حکومت ژر خلاص کړی ، بلی دا جرأت قاتلو تنظیمو او دی قاتلو جاهلو طالبانو د پنجابی تامی غلامی په وسیله دی پنجابیو پیدا کړیدی ، د مردودو قاتلانو په کالونو ددی پنجابیو تر کوماندی افغانان په قتل رسولی دی ددی اجنبیو غلامانو اصلی مکان زندانونه دی !!!! او دوه مخه پنجابیان باید خپل حدود وپیژنی او د افغانستان داخلی مداخلو څخه لاس واخلی ، غیر له هغی به افغانی شرائیطو سره سم دوی ته خپل سرحد تعین کړۍ شی !!! ختم

  2. دغه خبر بلکل ریښتیا دی او د پاکستان مزدور طالبان دغه کار د اوربند په موده کښی هم کولو او د کابل کندهار په لار چی د غزنی طالبان خو د آی ایس آی کلک زامن دی مسافر له موټرو ښکته کول او خپل زندانونو ته یی آچول تر څو دغه ۱۰۰۰ بندیان پوره کړی. طالب د سپی لکی او بده ښځه دا نه سمیږی. پردی خلک باور نسته او افغان دولت باید یو طالب بندی هم پرینږدی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *