طالب وسله والو په کابل کې د سرخط ورځپاڼې يوه ښځينه کارکوونکې په مرګ ګواښلې ده.

دغې ډلې د سرخط د ښځو برخې چلوونکې مژګان ته ګواښ کړی دی چې په تېره موده کې يې د مذهبي بنديزونو او د ښځو پر وړاندې د طالبانو د چلند په اړه مطالب خپاره کړي او که يې بيا دغه کار تکرار شي، ژوند به وبايلي.

په دې ورستيو کې په هېواد کې د ښځينه خبريالانو خونديتوب له ننګونو سره مخ دی او په وسله والو طالبانو سربېره، د سيمه‌ييزو زورورو له خوا هم ګواښل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *