تاند- وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د روغتیا د نړیوالې ادارې او سره صلیب پر فعالیت بندیز ولګاوه.
دا دوې ادارې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي.
د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې د روغتیا نړیواله اداره او د سره صلیب نړیواله کمېټه له شرایطو سره سم فعالیت نه کوي.
په افغانستان کې د روغتیا د نړیوالې موسسې ویندوی جین ني له رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې تایید کړې چې طالبانو د دوی پر فعالیت بندیز لګولی دی.
د روغتیا نړیواله اداره په افغانستان کې د واکسیناسیون په برخه کې فعالیت کوي. په افغانستان کې واکسین په دې خاطر هم ډېر مهم دی چې ډېری خلک له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې دي او د پولیو په شان ناروغۍ لا پکې له منځه تللي نه دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې هم وویل چې هڅه کوي د افغانستان په جګړه کې له ښکېلو خواوو سره اړیکې ولري.
دا کمېټه له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي.
د سره صلیب کمېټې ویندوی رابین واډو وویل چې په افغانستان کې یې خپل فعالیت د دې لپاره درولی چې طالبانو د امنیت ورکولو ضمانت بېرته اخیستی دی.
دواړه ادارې وايي چې غواړي په دې پوی شي چې طالبانو ولي د دوی د فعالیت مخه نیولې ده.