تاند، دوشنبه، د قوس ۱۱مه: طالبانو تېره ورځ د دوی له ظلمونو څخه په تنګ راغلیو ولسي مظاهره چیانو باندې ډزې کې دي.

 د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني تاند ته وايي، تېره ورځ د کوهستاناتو ولسوالۍ خلکو د طالبانو د ظلمونو پر ضد لاریون کړی و چې طالبانو ورباندې ډزې کړې دي چې په ترڅ کې یې د یو ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

 نوموړی وايي، طالبانو غوښتل د کوهستاناتو ولسوالۍ د ۲۰۰ دوکانونو بازار له  اورا قریې څخه د جرغان کلي ته ولېږدوي، خو ځايي خلکو یې مخالفت کړی دی.

 د ښاغلي اماني په خبره خلکو د طالبانو د ولسوال په موټر د همدې ټکي په اعتراض د کاڼو او کوتکونو ګوزارونه کړي دي چې په ځواب کط یې طالبانو په مظاهره چیانو ډزې کړې دي.

  بلخوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، داسې پېښه نه ده شوې او دا د حکومت تبلیغات دي.

 کوهستانات ولسوالي له څلورو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده خو د بیرته نیولو لپاره یې هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *