تاند- طالبانو د سرپل ولایت په میرزااولنګ سیمه کې ۲۳۵ ملکیان، چې د شنبې په ورځ یې د یرغل په مهال یرغمل کړي ول، نن /سې شنبه/ خوشي کړل.
د سرپل د والي ویندوی ذبیح الله اماني فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«نن ماخوستن ۲۳۵ تنه ماشومان، ښځې او نارینه د ولایتي ادارې او قومي مشرانو د منځګړتوب په نتیجه کې په میرزااولنګ کې خوشي شول.»
اماني همداراز وویل چې خوشي شوي کسان روغ رمټ سرپل ښار ته راوستل شول او لا هم یو شمېر ملکیان په میرزااولنګ کې یرغمل دي.
فرانس پریس ته یوې افغان امنیتي سرچینې وویل، شاوخوا ۱۰۰ تنه لا هم په میرزااولنګ کې یرغمل دي.
د سرپل ولایت د صیاد ولسوالي پر میرزااولنګ سیمه د شنبې په ورځ د طالبانو او داعشیانو په ګډه حمله کې ۵۰ ملکیان ووژل شول.
د سرپل والي وايي چې طالبان او داعشیان لا هم حاضر شوي نه دي چې د وژل شویو کسانو مړي خپلو کورنیو ته وسپاري.