تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د سرپُل ولایت د کوهستانات ولسوالي وروسته له دې ونیوله چې یو سیمه ییز قومندان له دې ډلې سره یوځای شو.

د سرپل چارواکو تایید کړه چې د کوهستانات ولسوالي د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلې ده. دوی وايي چې په دې ولسوالۍ کې کافي شمېر ځواکونه موجود نه و.

د سرپُل د امنیه قومندانۍ ویاند امان الدین امان وویل چې کوهستانات ولسوالي وروسته له دې د دولت له کنټروله ووتله چې یو سیمه ییز قومندان له خپلو اوو سرتېرو سره طالبانو ته واوښت.

ده وویل چې وړمه ورځ د قلعه شهر کلي سیمه ییز قومندان له خپلو ترلاس لاندې ۷ کسانو سره طالبانو ته واوښت او دا سیمه یې ونیوله او تېره شپه د هماغه قومندان په مرسته وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *