تاند، سه شنبه، د سنبلې ۱۲مه: پاکستاني رسنیو د طالبانو د قطري مشرانو له قوله لیکلي چې له امریکا سره د دوی د سولې د هوکړې د متن یوه کاپي د کوټې شورا ته رسېدلې ده.

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې د طالب مشرانو له قوله لیکلي، دا متن یې د کوټې شورا ته استولی خو پر تخنیکي برخو یې له امریکايي چارواکو سره لا چینې وهل روان دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د سولې لپارزه د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم وویل چې د سولې د هوکړې متن به یو وار ټرمپ هم لولي بیا به لاسلیکېږي، خو اوس طالبانو ویلي چې دوی هم د کوټې شورا ته د متن یوه کاپي استولې چې د طالبانو مشران یې وارزوي.

د سولې د هوکړې د وروستي متن په تړاو زلمي خلیلزاد پرون (دوشنبه) په کابل کې په یوه مرکه کې وویل، افغان چارواکو ته یې وروستی متن فقط د لوستلو لپاره ورکړ خو مسوده یې ورته نه ده سپارلې چې له ځان سره یې وساتي.

خلیلزاد زیاته کړې، د سولې په هوکړه کې یې د هغه څه په اړه هم ،چې له امریکا سره تړاو لري، له افغان چارواکو څخه مشوره اخیستې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت هم ویلي چې د سولې د هوکړې وروستی متن یې په جدیت څېړلی او په اړه به یې د افغانستان ګټو ته په پام پریکړه اعلان کړي.

5 thoughts on “طالبانو د سولې د هوکړې نهايي متن پاکستان ته استولی”
  1. دا سوله ده که غویمه یا سپيمه ده ټوله دنیا پری وختله خو دا بلاربه نه شوه او یا خو شنډہ دہ

  2. د طالبانو بی رحمه افغان وژنه په افغانستان کی همزمانه ددوی ددوی د صلحی نیت او اراده په فجیع شکل ردوی او ثابتوی چه د طالبانو صلح غوښتنه یوه کاذبه ادعا او صرف ددوی د بادارانو دسیسه ده .

  3. زما شخصآ دا سوال ده چی آیا طالبان د امریکا لپاره ترهګره ډله وو کنه، کچیری وو نو ولی یی اوس ورسره سوله وکړه او کچیری نه وو نو ولی یی په دی ۱۹ کالو کی زیاتره بیګناه افغانان په بمونو ووژل او څوک یی د طالب په نوم بندیان کړل؟

    دولت به چی کله وویل چی طالبان په پاکستان کی دی نو امریکا او ناټو مشرانو به سترګی ړندی او غوږونه ورباندی کاڼه کړل نو اوس پخپله پاکستانی ورځپاڼه وایی چی د سولی د متن مسوده د طالبانود کوټی شورا ته چی پاکستان کی ده رسیدلی ده؟

    نو سوال داده چی ځای معلوم وو او دی ولی نړیواله ټولنه او امنیت شورا ورباندی د پاکستان په مقابل کی پټی سترګی ده؟

  4. خلیلزاد سوله نه بلکی فساد جوړوی او د صلحی د راوستو ظرفیت نلری بلکی نوی غمونه او د بن د معاملی نه د بدتر بدیل په لټه کی دی او که دا کار ۹ باتجربه دپلوماتانو ته سپارل شوی وای تر خلیلزاد به ډیره د بشریت په ګټه وای ، دده ټول کار عقدوی بڼه لری او دشرارت نه ډک معلومیږی..

  5. ددی پر ځای چی مخالفین د حکومت سره یوځای شی دا نظام باید ړنګ او بل غوبل ته مقدمات راټول شوی او ددی پرځای چی حکومت او نظام له ضعف نه د قوت خوا ته لاړ شی ،او داټولی ۱۸ کلنی لاسته راوړنی چی د وینو او سر ورکولو په بیه ترلاسه شوی ،ټولو ته سپک نظر شوی او بل لوی فسادته زمینه برابره کړی ، چی دیته زموږ مؤمن ملت بله پلیده لوبه وایی چی د شرانګیزو او عقدوی دلالانو د خسا مغزو زیږنده او زموږ د مؤمن ملت سره د دوی د دښمنی اثبات دی او دا سوله موږ د مشکل نه مشکلتر سره مخامخ کوی
    ښه به دا وه چی دا صلح ۹ آزادو دانشمندانو کړی وای نو زیاته به د بشریت په ګټه وه او په معصیت کی اطاعت هیڅکله نشته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *