د هلمند د سولې د حرکت غړي د ملګروملتو د دفتر مخته

تاند (پنجشنبه، د جدي ۵) د سولې ولسي حرکت وايي چې ۲۷ غړي یې، چې وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې تښتولي وو، نن خوشي شول.

د دې حرکت مشر اقبال خیبر نن (پنجشنبه) تاند ته وویل چې د سولې د ولسي حرکت غړي، چې د فراه په بالابلوک ولسوالي کې سې شنبې په ورځ تښتول شوي وو، نن پنجشنبه خوشي شول.

د خیبر په وینا طالبانو د سولې د ولسي حرکت له غړیو تحقیقات کړي خو دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د سولې د ولسي حرکت غړي نیسي او تحقیقات ورڅخه کوي.

ده وویل چې د سولې ولسي حرکت له هیڅ خوا سره تړاو نه لري بلکې د ولس له منځه راپورته شوی او یوازې د ولس په مرسته او ملاتړ د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

پرون د فراه ولایت چارواکو ویلي وو چې طالبانو د سولې د ولسي حرکت غړي د هرات – فراه په لاره کې له موټرو له کښته کولو وروسته ګلستان ولسوالي ته بېولي دي.

د سولې د ولسي حرکت غړي شاوخوا ۱۶ ورځې وړاندې له هلمند څخه هرات ته لاړل څو د سولې پیغام خلکو ته ورسوي.

د دې حرکت غړي تر دې وړاندې هم څو ځلې د وسله والو طالبانو له لوري برمته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *