برمته ګرو ۱۹ تنه یرغمل خوشي کړل

تاند- سره له دې چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري، په څه کم لسو ورځو کې د افغانستان په مرکز کابل کې څلور حملې وشوې.

د وروستیو حملو د عواملو په اړه راز راز نظرونه څرګندېږي.

ځیني باور لري چې لا سختدریځې عناصر، چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیلېدو پلوي نه دي، دا ډول حملې کوي، خو ځیني نور بیا وايي چې ممکن د دغو حملو هدف دا وي چې د سولې په خبرو کې امتیاز ترلاسه کړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا لومړی مرستیال عبدالحکیم مجاهد یو له هغو کسانو څخه دی چې باور لري، وروستۍ حملې د دې لپاره شوي چې پوځي قوت ښکاره کړي.

ده وویل: «زما په باور د افغانستان په اوسني وخت کې ښکېلې خواوې هڅه کوي چې چې خپل پوځي زور یو بل ته وښيي او د دې معنا دا ده چې دوی خبرو ته حاضر دي او غواړي چې په خبرو کې زیات امتیاز ترلاسه کړي.»

عبدالحکیم مجاهد زیاته کړه، د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري، ښکېلې خواوې باید له سیاسي طریقه، د خبرو له لارې او د اوربند په وسیله جګړه ختمه کړي.

د عزم په نوم د طالبانو د پسرلنیو حملو له پیلېدو سره د بدخشان، فراه او کندوز په ګډون د افغانستان په مختلفو سیمو کې حملې وشوې.

سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونه وايي چې د خپلو وسله والو مخالفانو حملې یې ځپلې او حتي د غزني ناوه ولسوالي یې له ۹ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د دولت تر کنټرول لاندې راوستې ده، د افغانستان بېلابېو سیمو ته ناامنۍ خپرې شوي دي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني د طالبانو د حملو زیاتېدا د سولې له خبرو سره تړلې نه ګڼي.

ده وویل چې د افغانستان جګړه نور بعدونه هم لري.

«له پخوا څخه د اوسنیو پېښو اټکل شوی و چې د افغانستان او په تېره بیا د لویو ښارونو د بې ثباتۍ هڅې کېږي. شاوخوا ۴ اوونۍ مخکې په مطبوعاتو کې ویل شوي وو، د حقاني شبکه، چې د پخلاینې غوښتنونکې نه ده، د حملو نیت لري او وروستۍ حملې د سیمې د استخباراتي ډلو یو همږغه او منظم پروګرام دی چې د سیمې او د سیمې د ورهاخوا د استخباراتو تر چتر لاندې فعالیت کوي.»

طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب کابو درې اوونۍ مخکې د افغانستان د سولې د عالي شورا له غړیو سره په غیررسمي خبرو کې د سولې خبرو ته لېوالتیا وښوده.

د افغانستان د نجات شورا رييس سید اکبر اغا، چې پخوا د طالبانو د تحریک غړی و، ازادي راډیو ته وویل، ترڅو چې د سولې خبرې رسماً پیل نه شي او اوربند ټینګ نه وي، هغه عناصر چې د سولې پلوي نه وي که په هرې خوا پوري تړلي وي، تشدد ته دوام ورکوي.

«زما په نظر، باید د سولې داسي حقیقي خبرې پیل شي چې اوربند تضیمن کړي، له اوربند سره به حملې هم ختمې شي او هغه مهال که کومه خوا ناامنۍ ته لاس واچوي، ښکاره به شي چې کومه خوا سوله نه غواړي.»

په کابل کې په څه کم لسو ورځو کې څلور حملې وشوې چې تر ټولو وروستۍ یې د پارک پلیس پر مېلمستون وه. په دغه برید کې د ۹ بهرنیانو په شمول څوارلس تنه ووژل شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *