تاند:- د افغانستان د سولې د شورا استازو او یو شمېر طالب سرچینو ویلي چې د خبرو د ټپه دریدلي بهیر د بیرته پيل لپاره د دواړو لوریو ترمنځ پټې خبري شوي دي.
د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې چې ترسره شوي خبرې په ابتدايي مرحله کې دي او موخه یې د رسمي خبرو لپاره د لارې هوارول دي تر څو هغه خنډونه چې په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو وروسته را پیدا شوي له منځه یوړل شي.
یو مخکیني طالب چارواکي حبیب الله پوځي چې اوس د افغانستان د سولي په عالي شورا کې غړیتوب لري اسوشیټید پریس اژانس ته ویلي چې د سولې د شورا یو شمېر کسانو د طالبانو له ځینو استازو سره په سعودي عربستان کې هغه مهالې لیدنې درلودي کله چې دوي د عمرې مراسم پر ځای کول، خو نوموړي د لیدنې دقیق وخت نه دی ښودلی او نه یې هم دا ویلي چې په دغو خبرو کې څوک و.
د افغان بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي هم منلې چې افغان حکومت له یو شمېر طالب مشرانو سره په تماس کې دي.
کله چې په قطر کې طالبانو د اسلامي امارت تر نامه لاندي خپل سیاسي دفتر پرانیست او خپل بیرغ یې ورباندي وځړاوه نو افغان حکومت ورباندي سخته نیوکه وکړه او ادعا یې کوله چې طالبان غواړي پدې ډوله له هیواده دباندي دولتي تشکیل رامنځ ته کړي چې د افغان حکومت د همدې نیوکو له امله د امریکايي استازو او طالبانو تر منځ پلان شوي خبرې وځنډیدي.
تيره اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري پاکستان ته په خپل سفر کې له دغه هیواد څخه غوښتنه وکړه چې طالبان دي د سولې له شورا سره خبرو ته کښینوي او ورپسې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې هیله من طالبان به بیرته خبرې پیل کړي.
د قطر په دوحه کې یو طالب استازي اسوشيټیډ پریس اژانس ته ویلي چې د افغان حکومت د سولې له شورا سره د دوي خبرې له وړاندي لا پیل شوي دي
دغه استازي چې د اژانس په خبره د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لوړ پوړی چارواکی و ویلي چې د طالبانو له لوري په خبرو کې ملاعباس ستانکزي د سولې شورا له استازو سره په هغو خبرو کې برخه وال چې تیره میاشت د متحده اماراتو په دوبۍ کې ترسره شوې.
د دغه طالب چارواکي په خبره دواړه لوریو هڅه کوله چې د رسمي خبرو لپاره لاره هواره کړي.
په اسلام اباد کې یو طالب چارواکي له اسوشيټډ پریس اژانس سره په یوه مخامخ مرکه کې ویلي چې ملا عمر د طالبانو رسمي ویاندویانو ته امر کړي چې پدې اړه له څه ویلو ډډه وکړي.
دغه طالب چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبري کړي ویلي چې د دوبۍ په لیدنه کې د طالبانو استازي ټپنګار کړی چې د دفتر د نوم او بیرغ په اړه د دوي دریځ نه بدلیدونکی دی او همدارنګه د سولې د شورا اوسنی مشر صلاح الدین رباني هم د یو جنجالی څیرې په توګه یاد شوی ځکه د نوموړي پلار برهان الدین رباني د طالب پر وړاندي زیاتې جګړې کړي وي.
اسوشیټیډ پریس لیکي چې طالبانو د دوبۍ په لیدنه کې ویلي چې دوي د اساسي قانون په اړه بحث کولو او منلو ته حاضر دی خو ددغه قانون یواځي درې مادې ورته د منلو ندي، خو طالب استازي دغه درې مادې واضح نکړې.
طالب چارواکي زیاته کړې طالبان چمتو شوي څو دا ومني چې د خپلې واکمنۍ پر مهال له زده کړې او سیاست څخه د نجونو او ښځو لیري ساتل یې یوه تیروتنه وه او همدارنګه طالبان حاضر دي چې د افغانستان په ملي شورا کې د ښځو غړیتوب ومني.
نوموړی زیاته کړې طالبان په راتلونکو ټاکنو کې ګډون نه کوي او غواړي چې د ۲۰۱۴ کال ټاکنې د حامد کرزي لپاره لاره هواره کړي تر څو نوموړی د یو انتقالي دولت د مشر په توګه پاته شي او له افغانستان څخه د وروستي بهرني عسکر له وتلو سمدستي وروسته دوهم ځلي ټاکنې ترسره شي.
دغه طالب استازي په اسلام اباد کې په خپله مرکه کې ویلي چې طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه پر خپل دریځ کلک ولاړ دي او له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د پاته کیدونکو بهرنیو پوځیانو د شتون په اړه چې ویل کیږي یواځي روزنیز او ملاتړی رول به لري دوي ته هیڅ ډول قانع کوونکي دلایل ندي وړاندي شوي.
د سرچینې په خبره چې خبرې به ډير ژر پیل شي خو لا هم د دواړو لوریو تر منځ فاصلې شته ځکه طالبان پر کرزي پوره اعتماد نلري.
د پاکستان په اړه یاد طالب مقام ویلي چې پاکستان یواځي دوي ته د مشورې په ډول وایي چې خبري باید بیرته پیل شي او طالبان هڅه کوي په خپلو لیکو کې هم د مخالفتونو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي