تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د سولې ولسي حرکت وايي، نن سهار یې له لوګر څخه طالبانو شپږ تنه غړي برمته کړي او له ځانه سره بیولي دي.
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسم الله وطندوست تاند ته په یو غږیز کلیپ کې دا خبر تایید کړ او زیاته یې کړه چې دغه شپږ فعالان یې نن سهار له پل علم ښار څخه شهرک سیمې ته روان وو چې طالبانو درولي او له ځانه سره یې نامعلوم لوري ته بیولي دي.
ښاغلی وطندوست وايي، دا فعالان ملګري یې په شهرک سیمه کې د سولې اړوند یوې غونډې ته روان وو چې د طالبانو په لاس ورغلي دي: (( لا معلومه نه ده چې طالبانو زموږ دا ملګري ولې او کوم ځای ته له ځانه سره بیولي دي.))
ویل کېږي چې د سولې ولسي حرکت په برمته شویو غړو کې حاجي نیکزاده، زمری ځلاند، عبدالحمید چاه انجیري، عبدالمالک مالکي او مولوي مظلومیار شامل دي.
طالبان تر دې وړاندې په هلمند کې هم د سولې ولسي حرکت یوشمېر غړي برمته کړي وو، خو تر څو ورځو وروسته یې بیرته خوشې کړل.