تاند- وسله والو طالبانو د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو کې خپل ګډون د ځان خلاف د بندیزونو له پای ته رسېدو سره مشروط کړی دی.
رویټرز خبري اژانس وايي، د وسله والو طالبانو یوه مشر ورته وویل چې دوی د افغانستان د پنځلس کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې تر ګډون مخکې د ملګروملتو له تور لیسته د وتلو غوښتونکي دي.
د طالبانو دغه مشر، چې رویټرز خبري اژانس یې نوم نه دی څرګند کړی، همداراز ویلي چې طالبان ممکن د سولې په خبرو کې برخه واخلي خو شرط دا دی چې لومړی دې د طالبانو د مشرانو خلاف د سفر د ممنوعیت او د شتمنیو د کنګل کېدو په اړه بندیزونه لېري شي.
ده، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي وویل:«موږ دوی ته ویلي چې لومړی موږ د ملګروملتو له تور لیسته وباسئ او موږ پرېږدئ چې په نړۍ کې ازاد سفر وکړو، بیا موږ د سولې پر خبرو غور کولی شو.»
طالبانو دغه راز د سولې په خبرو کې د ګډون لپاره د افغانستان د حکومت په محبسونو کې د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.
افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د افغانستان د سولې په اړه څلور اړخیزې خبرې پیل کړي خو تراوسه پوري وسله والو طالبانو په دې پروسه کې عملاً ګډون نه کړی خو تمه ښکاره شوې چې په راتلونکو پړاوونو کې به یې طالبان هم ګډون وکړي.
تر کومه چې د سولې هڅې شوې دي، مخکې هم د سولې اړوند خبرو پایلې منفي وي.
دا ځل هم فکر نه کوم چې د سولې د ليدلي خوب تعبیر رښتیا شي،ځکه چې طالبانږعملا ګډون کړی نه دی، بل طالبان هم یوه ډله نه دي او د پردیو تر اغېزلاندې دي.
تر څو چې پاکستان ورته ونه وایي طالب غول هم نشي کولی.خدای دې دوی له یوې مخې هلاک کړي چې افغانان یې له شر نه خلاص شي.
دطالبانو ادرس معلوم دی
دپاکستان په زای هلته خپل نماینده گان یه پخپله ورسه خو؛
گمان نه کوم چه یرغلگر به خپلو غلامانو ته دا اجازه ورکري چه دطالبانو سره مخامخ دمزاکراتو پروسه پرمخ ویسي،
زکه چه غلامانو ته دهیواد او هیواد والو پر زای نغدی چغدی دیر اهمیت لري او نغدی چغدی دپاکستان او امریکی سره دیری دي