تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو نن ماښام یې د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ پر امنیه قومندانۍ او سردارۍ ځانمرګي بریدونه کړي چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې روان دي.
د وسله والو طالبانو یوه ویندوی قاري یوسف احمدي وویل چې د خیبر عملیاتو په دوام کې د دوی ځانمرګو د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار او امنیه قومندانۍ کې بریدونه پیل کړدي دي.
له بلې خوا د کندهار د والي ویندوی دواخان مینه پال وویل، ۵ سخت دریځو، چې د ځانوژونکو بریدونو واسکټونه یې اغوستي وو، په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستې برید وکړ.
د مینه پال په وینا په دې برید کې د پنځو وسله والو سخت دریځو ترڅنګ درې افغان پولیس هم ووژل شول.
د کندهار د والي ویندوی دا هم وویل چې په حمله کې ۵ پولیس ژوبل شوي دي.
قاري یوسف احمدي وايي چې لومړی د دوی ځانمرګو په سپکو او درنو وسلو ساتونکي وژلي او ورسره سم یې پر امنیه قومندانۍ او سردارۍ بریدونه کړي دي.
د یوسف احمدي په وینا له لومړیو حملو لس دقیقې وروسته موټربمي برید شوی او تراوسه پوري یې 37 تنه وژليو ګڼ نور ټپیان کړي او جګړه لا روانه ده.
وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې د خیبر په نوم د عملیاتو له اعلانولو سره د افغانستان په جنوبي او ختیځو ولایتونو کې حملو ته زور ورکړی دی.
د چارو کتونکي د طالبانو د حملو شدت ته په کتو وايي چې د دغو حملو هدف د انتخاباتو په دوهم دور کې د پښتنو د ګډون مخنیوی دی.
طالبان د ټاکنو په لومړي دور کې ونه توانېدل چې د خلکو مخه ونیسي خو دا ځل سختې هڅې کوي چې خپله ناکامي جبران کړي.
د دوشنبې په ورځ وسله والو طالبانو د ننګرهار ولایت د عدلیې پر ریاست ډله ییز برید وکړ.
همداراز یې په تېرو درو ورځو کې په نیمروز، هلمند، فراه، روزګان، کندهار، غزني، وردک، پکتیکا، خوست، پکتیا، لغمان، لوګر، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې په لسګونو نورې وړې او لویې حملې کړي دي.
The Punjab slaves, doing things as Britain’s daughter (Punjab) dictate to them. This is:
1. sabotage,
2. to stop development of Afghanistan
3. kill innocent Afghan people.
د ګران هیواد تا ریخې دښمنان لکه ایرا نې شیعه ګان ، تور لینګیان او نور…….. به څومرې خوشحاله وې چې زموږ په هیواد کښې دورور وژنې په نتیجه کښې بیا دوینو سیلا بونه روان شول. او دغزنوې او ابدالې مینه بیا دبیهوده جنګ په نتیجه کې دپر مختګ ، سیالۍ ، خوشالۍ ، یووالې ،څخه محرومه (بې برخې) شو
یا الله (ج) په حرمت دحضرت محمد مصطفې مرتضې زموږ دګران هیواد څخه دغه جنګ چې دخونخوارو ، بې دینه ، وطنفروشانو ، ورور وژونکو کمونیستا نواو تش په نا مه مجا هدینو څخه په میراث پا تې دی نور یې زموږ دګران هیوا د څخه ورک کړې او دهغو هیوا دونو په داخل کښې دغه اور بل کړې چې زموږ په هیواد کې دغه اور بلوې په یوه نا مه اوبل نا مه. او یا الله (ج) افغانان پوه کړې هغه چې دپوهې نصیب یې نه وې هغه مردا رکړې
طالبان د پښتون پیدا او په پښتون لګیا دی که دوی که لږ هم غیرت او ایمان وی نو لږ شان خو دی د تاجکو، ازبکو، هزاره او پشایانو (په افغاانستان کی) او په پاکستان کی د سندیانو، پنجابیانو او بلوچانو سیمو ته هم ورشی چي ایمان یې ورمعلوم کړی
طالبان هم د چپی له خوا کتاب ته ناست دی ، ځانمرګی بریدونه په اسلام کې بیخی زکر شوی نه دی بس له خپله ځانه د اسلام مقدس دین کی نوی شیان رایج کوی او دا ټول د انګریزانو دسیسی دی چې منفورو طالبانو د غواړی چې د اسلام له دینه څخه د خلګو زړونه متنفره کړی زه پخلپه ددوی کړو شاهد یم چی ډیری ځوانان اوس له دینه څخه فاصله پیدا کوی . الله د دغه شومی څیری زمونګ له سره کم کړي.