وسله والو مخالفینو تېره شپه د سیداباد ولسوال ډاکټر مسلیم له کور څخه د مهمو توکو له وړولو وروسته د هغه انګړ ته اور اچولی دی .

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوال ډاکټرمسلیم کور د یادې ولسوالۍ د اونخي درې په حکیم خیلو سیمه کې په یو نیم جریب احاطه کې جوړ شوی وو،چې د تېرې یوې میاشتې راهیسې په کې څوک نه اوسیدل.

وسله والو مخالفینو تېره شپه د هغه کور ته په ورتګ سره د کور مهم توکې له ځان سره وړي او له هغې وروسته یې ورته اور اچولی،چې په بشپړ توګه سوزیدلی .

د یاد اور اچونې پر مهال د ولسوال په کور کې چا شتون نه درلودو ځکه پېښه ځاني زیان هم نلري .

د معلوماتو له مخې د یاد اورلګیدنې له امله ولسوال ډاکټر مسلیم ته نږدې لس میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې او په سیمه کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې،چې ژر تر ژره دې د پېښې څېړنه وکړي او عاملین دې د قانون منګولو ته وسپاري.

د یادونې وړده،مخالفینو څه موده وړاندې د جاوید په نوم د سیداباد ولسوال زوی هم په شهادت رسولی وو.

د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *