تاند- وسله والو طالبانو نن /پنجشنبه/ له نژدې یوې اوونۍ وروسته وویل چې د کابل د شاه شهید حمله د دوی کسانو نه وه کړې.

د تېرې جمعې په ورځ د کابل په شاه شهید سیمه کې یوې زورورې موټر بمي چاودنې ۱۵ تنه ووژل او شاوخوا ۴۰۰ تنه نور ی ژوبل کړل.

د حملې ټول قربانیان ملکي خلک ول.

طالبانو نن په داسي حال کې په دې برید کې لاس لرل رد کړل چې د افغانستان د حکومت یو جګپوړی پلاوی د دې او نورو حملو په اړه له اسنادو سره اسلام اباد ته رسېدلی او له پاکستاني چارواکو څخه د کلکو اوجدي اقداماتو شدیده غوښتنه کوي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د شاه شهید حملې ته په اشارې ویلي، دا برید د دوی بریدونو ته ورته والی نه لري او له همدې کبله یې نه غوښتل چې تر څېړنو مخکې د هغې په اړه څه ووايي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د طالبانو له لوري د ګومارل شوي تحقیقاتي ډلې د څېړنو نتیجې وښودله چې دوی په دې حمله کې لاس نه درلود.

طالبانو په عین حال کې د شاه شهید حمله غندلې او هغه یې دسیسه بللې ده.

د کوټې په شورا کې د طالبانو د اوسني مشر مخالفو غړیو په لومړۍ ورځ دا برید غندلی و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی او د ملي امنیت د ادارې رييس رحمت الله نبیل نن /پنجشنبه/ اسلام اباد ته ورسېدل او د پاکستان له صدراعظم محمد نوازشریف سره یې ولیدل.

ټاکل شوې ده چې دوی پاکستاني چارواکو ته د کابل د وروستیو حملو ځیني اسناد هم وښيي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې افغان او بهرنیو استخباراتی ادارو داسي اسناد ترلاسه کړي چې دا ثابتوي د کابل په حملو کې د پاکستان د پوځ ځیني کړۍ لاس لري.

له بلې خوا ګارډین ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې لیکلي چې دا د سولې په پروسه کې صداقت ته د پاکستان په رابللو کې د ولسمشر غني وروستۍ هڅه ده. د ده حکومت په تېرو لسو میاشتو کې ډېرې هڅې وکړې چې پاکستان ریښتونې همکارۍ ته راوبولي خو اوس داسي ښکاري چې دا به وروستی فرصت وي چې پاکستان ته ورکول کېږي.

د افغانستان حکومت په وروستیو حملو کې پاکستان په زغرده تورن کړ خو دا ځل پاکستان د پخوا په شان د افغانستان تورونه په تونده رد نه کړل او نن د دغه هیواد د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز وویل چې د دوو هیوادونو ترمنځ سو تفاهم پیدا شوی چې له افغان پلاوي سره په خبرو کې به لېري شي.

One thought on “طالبانو د شاه شهید په حمله کې لاس لرل اوس رد کړل”
  1. دطالبانو معنوی پلار پاکستان او س لکه چه تازه خپلو اولادونو ته نوی تاکتیکونه ورزده کوی,,!! په ډیره بیرحمی اول افغانان قتل عام کوی , او بیا وروسته په ډیری سپین سترګی په خپل کرغیړن او ناپاکه عمل باندی پښیمانه کیږی,,!! ددوی اعمال هم لکه دجهادی ډلو په شان دی کله چه کابل یی وران او ټوکر ټوکر کړ بیا وروسته به یی ویل چه موږ نه یو خبر چه دا کار چا کړی ,,!! زه یو خبره کوم چه اوس نه افغانی غیرتپاته دی او نه هم اسلامیت.متاسفانه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *