تاند- د غزني اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو شمېر زیات شوی او جګړې هم تېزې شوي دي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې طالبانو د اندړ ولسوالي د نیولو لپاره هلې ځلې ډېرې کړي دي.

طالبان د ناوې له ولسوالي پرته د غزني د کومې بلې ولسوالي مرکز په لاس کې نه لري خو د اکثرو ولسوالیو کلیوالي سیمې د دې ډلې تر کنترول لاندې دي.

د غزني امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وايي چې د پولیسو شمېر لږ دی او دوی مجبوره دي چې د ولایت د مرکز او شاوخوا سیمو د امنیت لپاره زیات پولیسو ولسوالیو ته ونه لېږي.

د غزني والي عبدالکریم متین، چې تازه یې د غزني د ولایت مسوولیت په غاړه اخیستی دی، وايي چې اندړ ولسوالي ته کومکي ځواک لېږل شوی خو په اندړ ولسوالي کې د طالبانو شمېر زیات دی او ډېرو پولیسو ته اړتیا لیدل کېږي.

راپورونه وايي چې په اندړ ولسوالي کې سخته جګړه روانه ده.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې په اندړ ولسوالي کې حاضردمه شاوخوا ۱۰۰ طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

ده ادعا کړې چې طالبانو په اندړ ولسوالي کې یو شمېر پوستې لاندې کړي دي.

د اندړ ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي د جګړو د دوام له کبله مجبوره شوي چې نورو سیمو ته ولېږدي.

ویل کېږي چې په دې ولسوالي کې له ۴۰ ورځو راهیسي جګړې دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *