تاند- د غزني امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز په لمنو کې یې د طالبانو حملې ناکامې کړي دي.
د غزني سرپرست امنیه قوماندان مصطفي مایار وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو غزني ښار ته څېرمه په زنه خان سیمه کې پر امنیتي بوستو بریدونه وکړل چې د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول.
مایار وايي چې طالبانو ته مرګ ژوبلې واوښتې او مجبوره شول چې په شا شي.
ده د طالبانو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کره شمېر په اړه څه ونه ویل.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې په وروستیو اوونیو کې طالبانو لږترلږه دوه ځلې نو د غزني ښار د نیولو په نیت د ښار په شاوخوا کې پر امنیتي بوستو بریدونه کړي وو.
د غزني تقریباً ټولې پښتون مېشتې ولسوالۍ ناامنې او د طالبانو تر اغېز لاندې دي خو د جاغوري په شان په هزاره مېشتو سیمو کې بشپړ امنیت دی او د پرمختګ چارې روانې دي.
دا ځکه چې جهاد یواځې په پښتنو فرض دی ، که مجاهلینو سره د پښتنو همدردي نه وای اوس به هلته هم د پرمختګ چارې روانې وې.