تاند- وسله والو طالبانو د غزني په ګیرو ولسوالي کې لږترلږه ۱۲۰ تنه زده کوونکي او ښوونکي برمته کړي دي.
د غزني اوسېدونکي او چارواکي وايي چې طالبانو ښوونکي او د پوهنې کارکوونکي د دې لپاره تښتولي چې د طالبانو د امر خلاف یې له بانک څخه معاش اخیستی دی.
طالبانو د غزني ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ښوونکو او د پوهنې د مدیریت کارکوونکو ته ویلي چې د بانک له لارې معاش وانخلي او د پوهنې ریاست اړ باسي چې دوی ته د معتمد له لارې معاش ورکړي.
د معتمد له لارې د معاش یوه برخه طالبان ځان ته ګرځوي.
خو د دې لپاره چې د ګیرو ولسوالي ښوونکو د معتمد پر ځای بانک ته مراجعه کړې وه، د طالبانو له لوري برمته شول.
د افغانستان په ګڼو نورو جنوبي ولایتونو کې هم طالبان د معتمد له لارې ښوونکو ته ورکول کېدونکې معاش یوه برخه ځان ته ګرځوي.
د غزني د پوهنې ریاست وايي چې د ګیرو تر سلو زیات ښوونکي او زده کوونکي له درو ورځو راهیسې بې درکه دي.
همداراز په ګیرو ولسوالي کې ټول ښوونځي بند دي.
وسله وال طالبان هر څه موده وروسته د ښوونځیو بندولو ته یوه نوې پلمه پیدا کوي. له همدې کبله په چنوبي ولایتونو کې تعلیمي سویه خورا ټیټه شوې او ډېر لږ هلکان پوهنتونونو ته بریالي کېدای شي.
ګناه یې داده چې علم زده کوي، بیا دوی بې علمه او نادان خلک له کومه کړي چې خطایې باسي