تاند- د غور والي وايي، وسله وال طالبان د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ له نیولو وروسته د ولسوالۍ روغتون ته ننوتي او پر ناروغانو یې له یو مخې دزې کړي دي.

د غور والي غلام ناصر خاضع نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، د طالبانو له پراخې حملې وروسته ولسوال او امنیتي ځواکونه له تیورې ووتل خو ټپیان او ناروغان په روغتون کې پاتې شول.

د خاضع په وینا طالبان روغتون ته ورغلل او ټپیان او ناروغان یې ووژل.

ده د طالبانو له لوري په روغتون کې د وژل شویو شمېر په لسګونو تنه وښود.

خاضع وايي چې په روغتون کې له څو سرتېرو پرته نور ټپیان او ناروغان عام خلک ول.

د غور اوسېدونکو د پېښې د شاهدانو په قول په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو له لوري په روغتون کې د لسګونو ټپیانو او ناروغانو وژل کېدا تایید کړې ده.

خو د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې روغتون بمباري شوی دی.

طالبانو په عین حال کې ویلي چې د تیورې ولسوالۍ د نیولو پر سر په جګړه کې یې په لسګونو دولتي سرتېري وژلي دي.

د غور امنیتي چارواکي تاییدوي چې ۱۵ سرتېري شهیدان شوي خو طالبانو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور تیوره او د فاریاب کوهستان ولسوالۍ نن وسله والو طالبانو ونیولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *