تاند- وسله وال طالبان له درو ورځو راهیسي د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې له دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.
افغان پولیسو نن /سې شنبه/ وویل چې دوی هڅه کوي د دولت وسله وال مخالفان له هغو سیمو وشړي چې په وروستیو کې یې لاندې کړي دي.
طالبانو د قیصار ولسوالۍ په لوېدیځو برخو کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ او ځینې سیمې یې ونیولې.
افغان پولیس چارواکي وايي چې طالبانو تېره شپه د (شیخ) سیمه ونیوله.
د پولیسو په وینا په دې نښتو کې ۳۰ وسله وال طالبان او ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي او د ۱۷ وسله والو طالبانو په شمول ټولټال ۲۱ تنه ژوبل شوي دي.
په همدې حال کې د بدخشان ولایتي چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یې د طالبانو ځانبولی والي وژلی دی.
ونیسی ټول فاریاب ونیسی دنر باچیانو دلته څوک دی چه ستاسو مخه ونیسی دلته توطیه اوتوطیه بازی روانهده دجیبونو ډکول دچوکی نیول او حکومت کول دی مخته لاړ شی ددوی نه خو تاسو ښه یاست
کله پا قول –کله لنګی =زما به ورانه کړی دلوخی خیمهګی =کله پښتو کله دری =دوی وکړه غداری ………………………………………………………………………………………………………………………………..؟