تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، طالبانو د میمنې ښار د ګارنیزیون پخوانی مشر قومندان فېروز د طالبانو لخوا په ډزو وژل شوی دی.

 د فاریاب د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش تاند ته تایید کړه چې قومندان فېروز تېر ماښام د المار ولسوالۍ په شیرینک سیمه کې طالبانو وژلی دی.

 نوموړی وايي، قومندان فېروز د ترور له زوی سره المار ولسوالۍ ته روان و چې د طالبانو په یو چک پواینټ له موټره کوز کړای شوی دی او له پېژندنې وروسته یې وژلی دی: (( طالبانو د قومندان فېروز سره د هغه د ترور زوی هم وژلی دی.))

  فاریاب د شمال ناامنه ولسوالي ده چې طالبان په کې د جنرال دوستم له څو ځلې عملیاتو وروسته لا هم پراخ حضور لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *