تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د فراه ولایت اناردره ولسوالي، چې د ایران په پوله کې موقعیت لري، ونیوله.
اناردره په فراه ولایت کې یوه تر ټولو امن ولسوالي ګڼل کېده.
د فراه د والي ویندوی ناصر مهري د طالبانو لاس ته د انادرې ولسوالۍ لوېدا تایید کړه، ویې ویل چې دا ولسوالي تېره شپه ناوخته د دولت وسله والو مخالفانو نیولې ده.
مهري په عین حال کې وايي چې پولیس او د ملي امنیت د ریاست ځواکونه لا هم په امنیه قوماندانۍ کې مقاومت کوي.
وسله والو طالبانو هم د اناردرې ولسوالۍ د نیولو عکسونه خپاره کړي. په دې عکسونو کې د پولیسو څو موټرونه او د لمریزې انرژۍ شیشې هم لیدل کېږي.
راپورونه وايي چې طالبانو د ولسوالۍ ځینو تاسیساتو ته اور ورته کړی او د اناردرې اوسېدونکي نورو سیمو ته په تېښته دي.
د اناردرې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه کره معلومات نشته خو د طالبانو یو ویندوی ذبیح الله مجاهد وايي چې د انادرې ولسوال د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
د طالبانو یوه بل ویندوی قاري یوسف احمدي بیا ویلي چې د اناردرې د نیولو په جګړه کې دې ډلې ۱۵ پولیس وژلي دي.
چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
د دې ولسوالي اهمیت په دې کې دی چې ګمرک لري.
وروستی خبر
د طالبانو لاس ته د اناردرې ولسوالۍ د لوېدو د خبر له خپرېدو لږ وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل چې دا ولسوالي بېرته افغان امنیتي ځواکونو نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت وویل چې د اناردرې ولسوالۍ مرکز د یو ساعت لپاره د طالبانو لاس ته ورغی خو طالبان ورڅخه ژر بېرته وشړل شول.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویندوی نصرت رحیمي وویل، د دې لپاره چې په اناردره ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو شمېر لږ وو، طالبانو په اسانه هغه ونیوله خو بېرته وشړل شول.