تاند، سه شنبه، د سنبلې ۲۶مه: د فراه امنیتی چارواکي وايي چې طالبانو د دې ولایت له پرچمن ولسوالۍ څخه ۱۶ کسان دولت سره د همکارۍ په تور تښتولي دي.

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند تاند سره په ټلیفوني تماس کې وویل، طالبانو تېره شپه د پرچمن ولسوالۍ څخه راټول کړي ۱۶ کسان نامعلوم ځای ته بیولي دي، خو ولایتي چارواکي هڅه کوي دا کسان د طالبانو له منګولونو سلامت راخوشې کړي.

بلخوا د فراه د ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي هم پر حکومت غږ کړی چې د طالبانو لخوا تښتول شوي کلیوال دې ژر تر ژره راخوشې کړي.

پرچمن د فراه نسبتا امن ولسوالي ده چې خلک یې له حکومت سره همکار دي، خو پر شاوخوا ګاونډیو ولسوالیو یې د طالبانو نفوذ زیات دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *