تاند- وسله والو طالبانو د فراه – هرات په لویه لار له موټرو یو شمېر سپرلۍ کښته کړې او لږ ترلږه ۷ تنه یې په ډزو ووژل.

د پېښې شاهدان وايي چې طالبانو دا کسان د فراه ولایت په بالابلوک کې د سې شنبې په ماسپښین شهیدان کړل.

دوی وايي چې طالبان د موټرو سپرلۍ کښته کړې، د هغوی اسناد یې وکتل او پر ۷ تنو یې شک راغی او سمدستي یې ووژل.

وسله وال طالبان عموماً په لویو او وړو لارو د سپرلیو موټر دروي او هغوی چې پاک او نوي کالي یې اغوستي وي او یا ږیره ونه لري، کښته کوي.

طالبانو د فراه د پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ویلي خو دا د دې ډلې له لوري د ملکي سپرلیو د وژلو لومړۍ پېښه نه ده تر دې پخوا یې هم په ځلونو خلک له موټرو کښته کړي او په هسې شک یې وژلي دي.

One thought on “طالبانو د فراه – هرات پر لویه لار ۷ مسافر ووژل”
  1. د طالبی اشرارو دغه جنایت نه بدتره پرهغه د ټولنی چوپتیا او هیرول یی دی ځکه لرغونو اشراروهم ۳ میلیونه افغانان همداسی ووژل، پړه یی په روسانو واچوله او اوس یی نیکټایانی اچولی وزارتونه کوی او خلکو ته ښاغلی هم دی – نوچی لرغونی اشرارو دا حال وی، د معاصرو اشرارو غ ی ڼ ته به څوک وګوری؟ څوک چی د لرغونو اشرارو دفاع کوی، په معاصرو اشرارو یی انتقاد هسی د خره ټیز دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *