تاند- د فراه ولایت چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې د دې ولایت د خاک سفید ولسوالي په خوست کلي کې د وسله والو طالبانو په حمله کې ۲۹ پولیس او لږترلږه ۸ ملکیان وژل شوي دي.

د فراه امنیه قوماندان عبدالجبار وویل، طالبانو خوست کلی نیولی او د خلکو کورونو ته یې اور ورته کړی ځکه چې اوسېدونکو یې د امنیتي ځواکونو ملاتړ کاوه.

خو د فراه د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې جګړه کې یې ۳۰ تنه افغان سیمه ییز پولیس وژلي او لږترلږه ۱۲ تنه یې ژوندي نیولي دي.

د فراه د ولایتي شورا غړي او د خاک سفید ولسوالي اوسېدونکي حاجي خیر محمد نورزي پژواک خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو تېره شپه د خاک سفید ولسوالي په خوست سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل. د ده په وینا د تېرې شپې په دې حملو کې ۲۰ تنه سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

نورزي تایید کړه چې طالبانو یو شمېر سیمه ییز پولیس ژوندي نیولي دي خو د کره شمېر په اړه معلومات نه لري.

نورزي او د فراه دولتي چارواکو همداراز ویلي چې تېره شپه طالبانو د فراه مرکز ته نژدې په څو سیمو او دغه راز د ګلستان ولسوالي په یو شمېر سیمو بریدونه کړي چې مرګ ژوبلې یې اړولي دي خو د شمېر په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *