تاند، جمعه، د اسد ۴ مه: طالبانو د جوزجان په قرقین او مردیان ولسوالیو ټولې اقتصادي لارې تړلي او ځايي خلک یې د ورځنیو اړتیاو د توکو له سخت کمښت سره مخ کړي دي.
د جوزجان د قرقین ولسوال شکورالله جاهد وايي، دغلته طالبانو نه یوازې پر خلکو لارې تړلي بلکې د جګړو له کبله دا مهال د قرقین له ګاونډ اقچې او مګیجیک ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۰۰۰ کورنۍ بخل ولایت ته کډه شوي دي.
د جوزجان د مردیان ولسوال شمس الدین هم وايي، چې طالبانو دغې ولسوالۍ ته تللې لارې تړلي او خلکو ته د خوراکي توکو د وړلو راوړلو هیڅ ډول اجازه نه ورکوي.
نوموړی وايي، طالبانو ځايي خلک له بدې اقتصادي وضعې سره لاس و ګرېوان کړي دي او باید چې حکومت په دې تړاو اقدامات وکړي.
که څه هم طالبان دا ردوي چې ګواکې د جوزجان په ځینو ولسوالیو یې لارې تړلي دي خو د جوزجان امنیه قومندان عبدالواحد وجدان وايي، ډېر ژر به قرقین او مردیان ولسوالیو کې د طالبانو د ځپلو عملیات پیل کړي.