تاند- په افغانستان کې طالبانو د قطر په منځګړتوب څلور تاجک پوله ساتي خوشی کړل.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې نن وویل چې دا څلور تاجک پوله ساتي د بشري خواخوږۍ پر اساس خوشي شوي دي.
د تاجکستان حکومت تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د تاجکستان پوله ساتي د تېر کال په دسمبر کې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته نژدې نیولي ول.
تاجک پوله ساتي ځیني وخت د مخدرو موادو په قاچاقبرو پسې له پولې واوړي.
د قطر د حکومت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې دا څلور تاجکان دقیقاً د افغانستان په کومه سیمه کې نیول شوي ول.