تاند- د لغمان ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې ټول روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.

د لغمان ولایت د عامې روغتیا د ریاست مسوولان وايي چې هڅه کوي طالبان قانع کړي چې د روغتیايي مرکزونو خنډ نه شي.

دوی ونه ویل چې طالبانو ولې په دې ولایت کې روغتیايي مرکزونه بند کړي دي.

سږ کال دوبی وسله والو طالبانو د اروزګان ولایت ټول روغتیايي مرکزونه د څو میاشتو لپاره بند کړي وو چې له کبله یې د دې ولایت خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شول.

د لغمان په مرکز مهترلام او ۵ ولسوالیو کې ټولټال ۷۱ کوچني او لوی کلینیکونه شته خو له ۸ ورځو راهیسې د مهترلام له لوی روغتون څخه پرته ټول بند دي.

د لغمان د عامې روغتیا مسوولان وايي چې د سپینږیرو او قومي مشرانو په منځګړتوب یې هڅې پیل کړي چې طالبانو ته قناعت ورکړي څو روغتیايي مسایل له سیاسي او جنګي مسایلو بېل کړي او اجازه ورکړي چې روغتیايي مرکزونه د لغمان د ناروغانو درملنه وکړي.

په سیمه کې د طالبانو یوه قوماندان، چې ځان یې شعیب معرفي کړ، تاند ته وویل چې روغتیايي مرکزونه یې د دې لپاره بند کړي چې مخکې د سویډن موسسې روغتیايي خدمات وړاندې کول خو دا درې میاشتې کېږي چې (هیلت نیټ) موسسې ته یې دا خدمات سپارلي چې دا د طالبانو لپاره د منلو نه دي ځکه چې هیلت نیټ د سویډن د موسسې په شان معاش نه ورکوي.

د لغمان ولایت چارواکي هم تاییدوي چې د هیلت نیټ خدمات ښه نه دي خو له یوې موسسې نه رضایت په دې معنا نه دی چې درست روغتیايي مرکزونه دې بند کړل شي.

One thought on “طالبانو د لغمان روغتیايي مرکزونه بند کړي”
  1. What means that?
    Do the clinics work for money-feeces or public Health ?
    Why can`t the M.o.P.H.( Winner of emirates prize!) resolve the problems of clinics in place of Talipaan??

    I don`t know these games??

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *