لوګر ولایت

تاند/ راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د لوګر ولایت پر ازرې ولسوالۍ سخت بریدونه کړي خو چارواکي وايي چې د طالبانو حملې یې تمبولي او درنې مرګ ژوبلې یې وراړولي دي.

د لوګر امنیه قومندان عبدالحکیم اسحاقزي د دې ادعاترڅنګ وویل چې پرازرې ولسوالۍ حمله د هلمند ولایت پر سنګین ولسوالۍ د وسله والو طالبانو حملې ته ورته ده.

شاهدان وايي چې ازرې ولسوالۍ ته له پاکستان او نورو سیمو په سلګونو طالبان رسېدلي او دا بریدونه بې وروسته له دې پیل کړي چې په سیمه کې یې شمېر زیات شو..

د لوګر امنیه قومندان وویل چې د ځواکونو مورال او روحیه یې ښه ده خو بیا یې هم له دفاع وزارته غوښتي چې د پراخو عملیاتو لپاره اضافي سرتېري ورولېږي.

لوګر ولایت

په همدې حال کې د لوګر د ولایتي شورا رییس عبدالولي وکیل وایي، ممکن پرازرې ولسوالۍ حمله هغو طالبانو کړې وي چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتوله امله پرې کړۍ تنګه شوې ده.

د ازرې ولسوالۍ امنیه قومندان نقیب الله وویل چې پردې ولسوالۍ په حمله کې یوولس پولیس او یو د ملي اردو سرتیری وژل شوي او شپږ پولیس ټپیان شوي.

ده څرګنده کړه چې په دې جګړه کې لسګونه وسله وال طالبان چې بهرني جنګیالي هم په کې شامل دي وژل شوي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په عین حال کې په مشرانوجرګې کې د لوګر سناتورهدایت الله احمدزی وایيکه چیرې په ازره کې د وسله والو طالبانو مرکزونه ویجاړ نه شي نو ممکن دا ولسوالۍ سقوط وکړي او د کابل په ګډون یوشمېر ولایتونه له ګواښ سره مخامخ شي.

ده همداراز وویل:«پاکستانیان، عربان، چیچنیایان او تاجیک جنګیالي دا مهال هلته فعاله مرکزونه لري؛ دوی پر یوشمېر نورو ولایتونو د عملیاتو پلانونه هم په ازره کې جوړوي.

که چېرې دا ولسوالۍ سقوط وکړي؛ نو د ننګرهار خوګیاڼۍ او حصارک ولسوالۍ، لغمان، کاپیسا ولایتونه او د کابل جلال آباد لویه لاره به له ګواښ سره مخامخ شي.”

تېرکال هم د افغانستان امنیتي ارګانونو په ازرې ولسوالۍ کې پراخ پوځي عملیات وکړل او دا ولسوالۍ یې په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له حضورنه پاکه کړه.

وسله والو طالبانو لا تراوسه د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

One thought on “طالبانو د لوګر پر ازرې ولسوالۍ پراخ بریدونه پیل کړي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *