تاند- وسله والو طالبانو د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې ټولو ښوونځیو ته خبرداری ورکړی چې په نتیجه کې یې د دې ولسوالۍ د ښوونځيو دروازې د زده کوونکو پرمخ بندې شوي دي.
وسله والو طالبانو په تېرو ۱۷ کلونو کې په بېلابېلو نومونو او پلمو د جنوبي او ختیځو ولایتونو اکثره اوسېدونکي له زده کړو محروم کړي دي. یو وخت یې ښوونځي سوځول او ادعا یې کوله چې په ښوونځیو کې عیسویت تدریس کېږي، بیا یې په دې پلمه ماشومان له زده کړو راګرځول چې د لومړي ټولګي په کتابونو کې د الف الله پر ځای الف الوبالو لیکل شوی دی.
د لوګر د څرخ ولسوالي اوسېدونکي وايي طالبانو د ښوونځیو د تړلو لپاره دا ځل د افغان امنیتي ځواکونو عملیات پلمه کړي دي.
دوی وايی چې طالبانو ورته ویلي چې په دې خاطر ښوونځیو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې افغان امنیتي ځواکونه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد تصفیوي عملیات کوي.
د دوی په وینا وروسته له دې چې د جمعې په شپه د څرخ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حنیف حنیفي په یوه هوايي حمله کې ووژل شو، دې ډلې د ښوونځیو په اړه خلکو ته خبرداری ورکړ.
د څرخ قومي مشران هڅه کوي؛ طالبانو ته قناعت ورکړي چې د جګړې مسایل له ښوونځیو سره ونه تړي.
د طالبانو د خبرداري له کبله په څرخ ولسوالي کې تر یوولس زره زیات زده کوونکي له زده کړو پاتې شوي دي.
د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر اساس په ټول هیواد کې شاوخوا زر ښوونځي د دولت د وسله والو مخالفانو، په ځانګړي ډول د داعش او طالبانو د ناامنۍ له کبله بند دي.
دې د علم او انسانیت دښمنانو سره بیا ځينې خلک کوښښ کوي چې سوله وکړي. چې په یو چا کې انسانیت نه وي د داسې خلکو سره سوله او همدردي د انسانیت پورې خندا کول دي. د داسې جاهلو او وحشیانو سره سوله ددې په معنې ده لکه په خپل کور کې چې لیونې سپی د ځنځيره خلاص کړې.