تاند، پنجشنبه، د میزان ۲۵مه: طالبانو تېره ورځ ناوخته د کابل په ارغندي سیمه کې د مالیې وزارت د یو کارمند له خپل موټر سره د راکټ مخ ته درولی او الوځولی یې دی.
د زینت الله ذبیح کورنۍ وايي چې نوموړی تېر مازیګر له خپلې دندې څخه د کور پر لور روان و چې طالبانو یې د پغمان ولسوالۍ په ارغندي سیمه کې مخه نیولې، د خپل موټر مخکې سیټ کې یې تړلی او بیا یې موټر په راکټ الوځولی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، دا کار طالبانو کړی دی، خو طالبانو بیا دا خبره رد کړې ده، مګر ځايي خلکو هم ویلي چې دا کار د طالبانو دی او د زینت الله په جنازه کې هم طالبان حاضر وو.
ځايي خلک وايي، د زینت الله جسد سوځول شوی دی او طالبان یې جنازې ته ځکه راغلي وو چې څوک یې په خلاف غږ پورته نه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د طالبانو لخوا په کابل کې د میدان وردګو د جغتو ولسوال او د دوه لیسو مدیران هم ترور شوي دي.