تاند- وسله والو طالبانو د خپل مشر ملا عمر د مړینې یا وژل کېدو په باب د افغانستان د ملي امنیت ریاست د چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې، ویې ویل چې ملا عمر لا هم ژوندی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویندوی د چهارشنبې په ورځ وویل چې د طالبانو مشر ښايي مړ شوی وي، د دوی ترمنځ داخلي اختلافات مخ پر زیاتېدو دي.

تر دې مخکې هم د ملا عمر د مړینې په باب څو ځلي اوازې خپرې شوي خو طالبانو هر ځل رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی مشر ژوندی دی مګر طالبانو هیڅ ځل د ملا عمر په ږغ کې کوم پیغام یا ویدو نه ده خپره کړې.

د پاکستان د پاک تریبیون ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو یوه ویندوی وویل چې د افغانستان استخباراتي ادارې وروسته له دې تبلیغاتو ته مخه کړې چې په درست افغانستان کې د طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

طالبانو همداراز ویلي: «امیرالمومنین ملا محمد عمر» ژوندی دی.

د طالبانو ویندوی نه دي ویلي چې ملا عمر چیري دی او یا ولي صوتي پیغام نه خپروي.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي وايي چې د دوی سرچیني په دې خبرې دي چې ځیني طالبان فکر کوي چې ملا عمر ژوندی نه دی او ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشرتابه چارې په خپل لاس کې اخیستي دي.

One thought on “طالبانو د ملاعمر د مړینې په باب د ملي امنیت د ریاست ادعا رد کړه”
  1. [email protected]
    ذبيح الله مجاهد ته پرانيستی ليک

    د اسلامي امارت وياند ښاغلی ذبيح الله مجاهد صاحب!

    السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد:

    په دې هيله چې دصحت اوعافيت جامې په تن ولرې.

    ښاغلی مجاهدصاحب! غواړم چې د يوې خاصي موضوع په اړه در سره خپل نظرشريک کړم.

    او له تاسو په ډېر احترام او درنښت هيله کوم چې ځواب راته راکړئ!

    تاسو په خپله تازه اعلاميه کې چې د ملي امنيت د وياند حسيب صديقي خبرو ته مو په غبرگون کې خپره کړې ده ليکلي چې ملا محمد عمر مجاهد ژوندی دی او د ملي امنيت دا ادعاء چې ملاصاحب يې وفات سوی بللی دی په کلکو ټکو مو رد کړې ده.

    ښاغلی مجاهده! که ملا محمد عمر مجاهد ژوندی وي نو بايد چې تاسو يې د ژوند په اړه ثبوت وړاندي کړئ! او ثبوت ډېر اسان کار دی،عاليقدر امير المومنين صاحب دي د اوسنيو حالاتو په اړه صوتي پيغام رسنيوته ولېږي، ټولو ته به جوته سي چې دی ژوندی دی.

    په دې کارسره به نه يوازي دا چې د تبليغاتو مخه ډب سي بلکې د امارت د خواخوږو اندېښنې به هم له منځه لاړي شي.

    که داسي ثبوت نه پېښوۍ نوفکرکوم چې ورځ په ورځ دغسي اندېښنې د خلکو سره زياتېږي او اوس نږدې ټول اولس په دې اړه شکمن دی.

    ددې شکمن حالت دوام به کېدای سي نوري هم ناسمي اومنفي اغيزي ولري.

    که لوی ملاصاحب مړسوی وي نوبيارسمي اعلان وکړئ چې فلانۍ د امارت نوی امير دی.

    په دې سره به جوته سي چې دطالبانومشرفلانی دی.

    په دې هيله چې خبري ته مي غوږونيسې!

    والسلام

    په درنښت

    ستاسو ورور: محمد اسماعيل حنفي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *