د طالبانو د قطر دفتر

تاند- راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو په خپل مشرتابه کې یو لړ بدلونونه راوستي او په دې لړ کې یې د ملاعمر زوی ملایعقوب په قطر کې د خپلې ډلې د سیاسي دفتر مشر ټاکلی دی.

ملا محمد یعقوب د طالبانو د اوسني مشر ملا هیبت الله اخوندزاده لومړی مرستیال و.

دا هم ویل شوي چې احمد الله نانی د طالبانو د قضايي کمیسیون ريیس ټاکل شوی دی.

پخوا ملا هیبت الله د طالبانو د قضايي کمیسیون مشري کوله.

دغه راز مولوي شیرین د طالبانو د نظامي کمیسیون مشر ټاکل شوی دی. دا دنده څه موده وړاندې د ملا عمر زوی ته سپارل شوې وه.

طالبانو ته نژدې سرچینې وايي، دا ډله هڅه کوي چې له کوټې څخه خپل دفترونه هلمند ولایت ته راولېږدوي. د دوی په وینا طالبانو په هلمند کې جګړه د دې لپاره تېزه کړې چې د دغه ولایت مرکز لشکرګاه ښار د خپلې قیادی شورا په مرکز بدل کړي.

د تېر کال په ژمي کې پاکستانی چارواکو وړاندیز کړی و چې د افغانستان د جنوب څو ولایتونه دې طالبانو ته پرېښودل شي چې دا ډله له هماغه ځایه د افغانستان له حکومت او امریکایانو سره د سولې خبرې پیل کړي خو د افغانستان حکومت د پاکستان د دې غوښتنې په وړاندې توند عکس العمل وښود او هغه یې د افغانستان د تجزیې په معنا وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *