هیلي کوپتر

تاند- افغان طالبان وايي چې د تخار ولایت په درقد ولسوالي کې یې د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه ویشتې ده.

نور راپورونه هم تاییدوي چې د ملي اردو هیلي کوپتر نن /پنجشنبه/ په درقد کې له ویشتلو کېدو وروسته د کندوز په ارچي ولسوالي کې لوېدلې ده.

طالبان وايي چې څرخکه په درقد ولسوالي کې، چې د امو دریا په منځ کې موقعیت لري، د دوی د مورچو د بمباري کولو لپاره استول شوې وه خو ماسپښین مهال وویشتل شوه.

ویل شوي چې د څرخکې پېلوټ هڅه کوله چې ځان د کندوز هوايي ډګر ته ورسوي.

شاوخوا ۴ میاشتې پخوا طالبانو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې د ملي اردو یوه څرخکه وویشته چې د ظفر قول اردو قوماندان جنرال محی الدین غوري پکې ووژل شو.

ځیني افغان چارواکو ادعا کړې چې روسانو، چې په تاجکستان کې اډه لري، د افغانستان په شمال کې طالبانو ته درنې وسلې ورکړي او پخوانۍ وسلې یې ورته ترمیم کړي دي.

روسان له طالبانو سره د اړیکو لرل تاییدوي خو د وسلو ورکړه ردوي.

One thought on “طالبانو د ملي اردو څرخکه په درقد ولسوالي کې وویشته”
  1. په د خو ټول ملت پوهیږي چې طالب او نورې وسله والې زورواکې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانستان دښمنان دي چې د پردیو د ګټو لپاره د افغانستان ملي بنسټونه ورانوي.
    د افغانستان دښمنان د افغانستان پرمختګ نه شي زغملی نو د همدې تروریستي ‌‌‌‌‌‌ډلو په واسطه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د نولسمې لسیزې غمیزې ته بوځي چې انشاالله دا خوب به یې هېڅکله پوره نه شي
    دا ترړریستي وحشي ‌‌‌‌‌‌ډلې د ملت لپاره د وحشت، وژنې، جهالت څخه پرته بل هېڅ نه لري.
    خو د تاند اداره باید ملت دا ووایې چې دوی په کوم جرأت هغو افغان ملي امنیتي ځواکونو ته چې د وطن د ارزي تمامیت او افغان مسلمان ملت د ساتنې لپاره خپل سر قربانوي هغې ته د شهید پر ځای د وژل شوي کلمه کاروي ؟؟
    افغانان باید نور دا دوه مخې پالیسي ختمه کړي که ځانونه افغانان بولی او ځانونه ملي ګټو ته ژمن بولی نو باید ثبوت یې کړی، دا د بې پلیتوب ستراتیجي دښمن ته ښه فرصت ورکوي چې د ځان په ګټه تبلیغ وکړي .
    د وطن د ګټو د ساتلو دنده یواځې د ملي امنیتي ځواکونو نه ده هر افغان باید ځان ملي ګټو ته ژمن وبولي او عملي یې ثیوت کړي داسې نه چې ووایه افغان یم، افغانستان مې وطن دی خو د دښمن په مقابل کې چوپ یم، نه داسې نه کیږي یوه خوا باید وټاکی.
    رسنی د دښمن د ځبلو لپاره ګټوره لاره ده باید چې ټول افغانان او په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول ملي رسنی د دښمن په مقابل کې ټینګ دریځ ونیسي او عام ملت ته دا ثابته کړي چې دښمن دښمن دی هغه که د هرچا تر نامه لاندې وي
    شهید جنرال محی الدین غوري د افغان وطن شهید دی
    هغه او نورو ملي امنیتي ځواکونو ته د وژل شوي کلیمې کارول د دوی قربانیو ته سپکاوی د.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *