تاند- وسله والو طالبانو نن /چهارشنبه/ د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار پر شاوخوا پوستو بریدونه پیل کړل.
په وروستیو کې د لغمان خلکو او یو شمېر نظرخاوندانو د خپل ولایت د امنیت پر خرابېدو پر له بسې اندېښنې ښکاره کړې او ویې ویل که د لغمان امنیتي وضعیت ته د چارواکو بې پامي په همدې ډول دوام وکړي، لغمان به هم د کندوز په برخلیک اخته شي.
تراوسه پوري په لغمان کې د طالبانو د حملو په نتیجه کې د مرګ ژوبلو او تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو د طالبانو نننیو حملو هغه راپورونه تایید کړل چې طالبان د ښار تر څنډو رسېدلي او ژر به پر ښار هم یرغل وکړي.