تاند- د هلمند ولایت د موسي کلا ولسوالي له څو ورځې محاصرې وروسته تېره شپه د وسله والو طالبانو لاس ته ورغله.

طالبان، چې د نوزاد ولسوالۍ له نیولو وروسته په ترلاسه کړیو زغرګاډو او له مختلفو سیمو څخه د کومکي جنګي کسانو په مرسته د ولسوالۍ تر پنځوس مترۍ پوري مخته تللي ول، تېره شپه وتوانېدل چې د ولسوالۍ مرکز او امنیه قومنداني ونیسي.

د موسي کلا ولسوال د دوشنبې په ورځ د طالبانو لاس ته د موسي کلا ولسوالۍ د ښار د نه لوېدو لپاره د نور پوځي ملاتړ غوښتنه وکړه. خو ویل کېږي چې کومکي ځواک وروته رسېد.

د موسي کلا ولسوال محمد شریف د دوشنبې په ورځ همداراز وویل:«طالبان ځانونه تیاروي چې نن شپه له درو خواوو یرغل وکړي. که ژر تر ژره مرسته را ونه رسېږي، ولسوالي به د طالبانو لاس ته ولوېږي.»

په همدې حال کې د موسي کلا ولسوال نن /چهارشنبه/ وویل چې امنیتي ځواکونه له ولسوالۍ څخه وتلي دي خو ځیني نور چارواکی وايي چئې امنیتي ځواکونه د باغران او موسي کلا ترمنځ محاصره دي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

ښاغلي شریف وویل:«موږ له څو ورځو راهیسي د کومکي ځواک غوښتنه کوله، خو یو تن هم راونه رسېد. نتیجه یې دا شوه.»

ده همداراز وویل چې افغان امنیتي ځواکونه نن سهار له ولسوالۍ ووتل.

دا هم ویل شوي چې لږترلږه ۱۸ پولیس وژل شوي دي. د موسي کلا ولسوال د ۱۵ پولیسو ټپي کېدا تاییدوي.

Helmand big Sizeد هلمند د والي ویاند لا هم د طالبانو لاس ته د موسي کلا د لوطدو خبرونه نه تاییدوي او وايي چې هلته سخته جګړه روانه ده.

خو طالبان وايي چې تېره شپه یوه بجه یې پر موسي کلا بریدونه پیل کړه، د ولسوالۍ بازار، امنیه قومندانۍ، د ولسوال دفتر او کلنیک یې ونیول او نن غرمه یې په موسي کلا کې د پي آر ټي پخوانی مرکز هم ونیوه. د طالبانو په وینا امنیتي ځواکونه د ګریشک ولسوالۍ په لور تښتېدلي دي.

د موسي کلا ولسوالي په ۲۰۰۷ م کال د افغان، بریتانیايي او امریکايي پوځیانو د ګډو عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له کنټروله ووته او تراوسه د افغانستان د حکومت په کنټرول کې وه.

مخکینی خبر:

د ناټو هوايي ځواک پر طالبانو بمباري وکړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *