تاند- وسله والو طالبانو تېره شپه د هلمند ولایت د موسي کلا ولسوالۍ روغتون او ټول امبولانسونه وسوځول.

د هلمند د والي ویندوی عمرځواک رسنیو ته ویلي چې وسله والو طالبانو تېره شپه په یوه مارکیټ کې مورچه ونیوله او له هغه ځایه یې د ولسوالۍ پر ودانۍ او کلینیک ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې یې د ولسوالۍ کلینیک او په هغه کې ولاړ امبولانسونه یومخ وسوځېدل.

دا په موسي کلا ولسوالۍ کې یوازینی کلنیک و.

وسله والو طالبانو د روژې په میاشت کې د اوربند په اړه د افغانستان د علماوو د سراسري شورا وړاندیز رد کړ، ویې ویل چې په روژه کې به لا جګړې ته زور ورکړي.

عمر ځواک په جګړه کې دواړو خواوو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو وسله وال طالبان وايي چې ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او مامورین یې وژلي دي.

طالبان عموماً مقابل لوري ته د مرګ ژوبلو په اړولو کې له مبالغې کار اخلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر یې ورته نه څرګندېږي.

د طالبانو د حملو له کبله د افغانستان اکثره جنوبي ولایتونه له روغتیايي اسانتیاوو او دغه راز تعلیمه بې برخې شوي دي.

د امریکا د مرستو د تفتیش ادارې (سیګار) په یوه تازه راپور کې ویلي چې د جنوبي ولایتونو په اکثرو نارامو ولسوالیو کې ښوونځي غیر فعال دي او د افغانستان د حکومت چارواکو د دې لپاره چې د ښوونکو معاشونه جیبونو ته واچوي، دا نه منله چې په دغو سیمو کې ښوونځي بند دي.

2 thoughts on “طالبانو د موسي کلا ولسوالۍ روغتون او امبولانسونه وسوځول”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *