ارشیف

تاند- وسله والو طالبانو نن تایید کړه چې استازي یې ناروې ته تللي او د افغاني ټولنې له ځینو غړیو سره یې کتلي دي.

د تایید شویو راپورونو له مخې د طالبانو استازو اوسلو ته نژدې په یوه خوندي ځای کې د ولسي جرګې له دوو مخکښو ښځینه غړیو شکریې بارکزۍ او فوزیې کوفي ترڅنګ درې نارینه غړي او د سولې د عالي شورا له دوو غړیو حوا علم نورستاني او صدیقه بلخي سره خبرې کړي دي.

ویل شوي چې د طالبانو له لوري په مرکچي پلاوي کې شېرمحمد عباس ستانکزی او محمد زاهد احمدزاده برخه لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم تایید کړه چې د دوی دوې غړې د ناروې په غونډه کې ګډون لري.

ارګ هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان حکومت په ناروې کې د غیردولتي خبرو هرکلی کوي خو تاکید کوي چې دا له طالبانو سره رسمي خبرې نه دي او برخوال یې د افغانستان د حکومت استازیتوب نه کوي.

ویل شوي چې په دې خبرو اترو کې د ښځو د حقونو په اړه بحث کېږي چې طالبان یې کلک مخالفان بلل کېږي.

طالبانو د خپلې واکمنۍ په موده کې ښځې او نجونې له تعلیم او نورو مدني حقونو بې برخې کړې وې.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي برېښنالیک کې ویلي چې ډله یې د ولس د هوسا کېدو لپاره له هر فرد سره مشوره کوي او خبرو ته یې غوږ نیسي.

ویل شوي چې ممکن دا خبرې سبا هم دوام وکړي.

4 thoughts on “طالبانو د ناروې خبرې تایید کړې، ویې ویل له هر چا سره مشوره کوي”
  1. طالبانو په ټولو پښتون میشتو سیمو کې ښوونځي تړلی. دوه نسله هلکان یې له زده کړو محروم کړي. نو ښځو ته به کوم حقوق ورکړي.
    طالبان د الله تبا او برباد کړي. طالبان د پاکستان له مشوری پرته کوم کار کوی.
    الله پاک دې نور دغه ولس د طالب له شره په امان کړي
    آمین ثم آمین

  2. هلال صا حب اول د امریکا یان خدای تباه کړي چې ددی ملک څخه یې مخونه ورک شي، څه نا دودې یې ونه کړې هر څوک چې په هره جامه کې ددې خا ورې سره خیا نت کوي، که په دفتر کې وي یا بهر کې که په پټه وي یا ښکاره الله د تباه کړي، دا د چو کیو او قدرت ټیکه دارانو دا ټولې نا دودې پر موږ تپلې تا سې دا د شورای نظار او جمعییت لنډه غر نه ګورۍ ، ډیر خلق مجبور شول چې ټو پک پر غاړه کړې او غره ته وخیژي مګر تاسې په دې ټولنه کې ژوند نه کوۍ ؟ د امریکا یا نو او د شورای نظار او د جمعییت د ستمیا نو نا دودې نه دي در معلومې همدا اوس یې دا بې هو یته نا بغه او په اصطلاح متفکر نه دۍ یر غمل کړۍ ؟؟؟ ولې یو طر فه قضا وت کوۍ؟که طا لب د پا کستان ګوډا ګۍ بو لې آیا امریکنیان انګریزان ، ایرا نیان، روسان تر کان دلته ګو ډا ګیان نه لري؟ که نه د جا سو س کلمه یوازې پا کستاني ګوډا ګیا نو ته با ید و کا رول شي؟

  3. شاهد صاحب

    دا تولی پرخای. . نو طالب جان یی چوک د پکتیکا او هلمند له مظلومو ماشومانو اخلی!!!؟؟.
    طالب چی د امریکاینو په شان د پشتنو ماشومانو دشمنان نه وای نو بیا به دهلمند معارف هم د دایکندی او بامیانو په
    شان . وو
    گرانه سر خلاص کره چی طالب هم د همدی لویی ظالمی
    حلقی برخه ده چی نن زما او ستا په ورونو او خویندو یی ناتار شروع کری. له صلیبیانو سه گیله. گیله له هغو چی د اسلام او وطن د مدافع په نامه زما او ستا ولس په مادی او معنوی لحاظ وژنی.

  4. دا کلونه کلونه کیږي چې هر وخت یو ځل ناڅاپه دا خبره راپورته شي او یا به را پورته شوله چې سوله را روانه ده، مجاهدین او کابل رژیم به آشتي ملي کوي، مجاهدین په په کابل او نورو ولایتونو کې د یوه او بل په وړاندې وسله نه کاروي، طالبان له اوسني کابل میشتي حکومت سره یوځای کیږي، امریکایانو له طالبانو سره خبرې خلاصې کړې دي، له کیوبا د طالبان لوړ پوړي چارواکي را خلاص شول او داسې نور… بس څو ورځې یا یو دوه میاشتې خبره را دې خوا او هاغه خوا کړي بیا نه سوله وي او نه کوم استقرار، هرڅه توره بلا وخوري.
    په خوا دغه شان تبلیغات او پروپاګندونه بهرنیو او په افغانستان د افغان لوریو بهیرنیو ملاتړ کوو په خلاص مټ ترسره کول خو اوس هغوی ته اړتیا نشته او په خپله روزل شوي افغانان تر هغوی خورا زیات روزل شوي دي او له هغوي په زیاته سپین سترګۍ درواغ او اپلتې هم ویلای شي.
    له نورو راتیریږم، د شکریې بارکزۍ په ګډون د افغان مېرمنو د هغه پلاوي له طالب استازو سره په ناروې کې په لیدنه لږ تم کیږم.
    حضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارکه وینا ده چې وایې: بادروا بالأعمال فتناً كقطع الليل المظلم، يصبح الرجل فيها مسلماً ويمسي كافراً، ويمسي مؤمناً، ويصبح كافراً، يبيع دينه بعرض من الدنيا) صحیح المسلم په کتاب الایمان کې روایت کړي.
    داسې یو نا آشنا شانه دور راغلی دي. هر څوک چې په کوم رنګ ځان جوړوي د پوښتنې او ګرویږنې ځای نشته. له ورایه داسې برېښي چې به افغان مظلوم او ربړېدلي ولس باندې هاغه د پښتو متل ورځ راغلې ده چې وایې: یو او بل ته یې کاته دي، له خیره یې واته دي.
    په افغانستان کې اوس داسې حالت راغلی دی چې د فساد په وړاندې ترټولو بیا پخپله فاسد کسان زیات آواز ووچتوي، چې پدغه شان کړنه باندې له سړي څخه دا ورکه کړي چې اوس مظلوم یا ملامت څوک دی؟ له چا نه وتښتو او له چا سره ودرېږو؟ څوک مو ريښتیا دوست او څوک مو په حقیقت کې دښمن دي؟ هرڅه داسې سره ګډوډ شوي دي چې له ډېرو یې لاره ورکه کړې ده.
    لومړی د طالبانو له دریځه یې را پیل کوم:
    ۱- اوس طالبان د افغان ولس په نورو استازو برسېره له ښځینه استازو سره هم کتلو او بحث ته چمتو شوي دي. په خپل اصل کې دا یوه ښه خبره ده خو له دغه شان دریځ سره دا پوښتنه را پورته کیږي چې په کابل کې د واک په وخت کې دغه شان دریځ ولې غیر شرعي وو؟
    ۲- له ښځو سره د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرې او بحث کول څرنګه کولای شي د امریکایانو په وجود کې چې طالبان یې استعمارګر بولي د افغان ولس له داسې ښځینه ډلو سره ښه اوسمه پایله ولري حال دا چې هغوي له سره ترپایه د اسلامي شریعت په خلاف دي او په ښه منظم ډول د هغه څه لپاره کار کوي چې غربي دیموکراسي ورته ویلای شو، نه افغانیت او اسلاميت لپاره چې طالبان یې ظاهري شعار ورکوي.
    ۳- په دوحه کې د ملالۍ شینوارې او په ناروې کې د شکریې بارکزۍ ګډون د افغانستان ښځینه مخلوق کوم لوري ته بیایې؟ آیا دابه په زړه پورې وي چې د ټول افغان ولس د ښځینه اړخ استازیتوب دې ملالۍ او شکریه وکړي؟ آیا ددې ضمانت شته چې د طالبانو او دغه پلاوو ترمنځ ناستې او ولاړې دې استختباراتي او دومخې نه وي؟
    ۴- کله چې طالبانو په کابل او نورو ولایتونو کې د خپلې ولکې لاندې سیمو کې د ښځو لپاره تعلیم او کارکول له یوې مخې حرام او ناروا بلل اوس کوم ځل حضرت جبرئیل علیه السلام حضرت محمد صلی الله علیه وسلم را راغی او نوې وحیې یې ورته راوړه چې دښځو تعلیم، کار کول او په ټولو مدني چارو کې ګډون شرعي جواز لري؟ او که طالبانو د کابل په دولت او حکومت د ګډون په موخه په قرانکریم او نبوي سنتو کې په خپله خوښه تعدیل را منځته کړی دی؟
    ۵- زما ښه په یاد دي چې د ملا محمد عمر له خوا سترې محکمې ته لیک استول شوی وو او له شته علمای کرامو پوښتل شوي وو چې د ښځو د زده کړې او نورو اړونده چارو په شرعي لاره ورته په ګوته کړي. هلته په مجلس کې ګډونوالو علمای کرامو په غونډه کې مولوي رفیع الله مؤذن، سېړانو اخوندزاده صاحب، نورمحمد ثاقب، حضرت محمد او مولوی شهاب الدین دلاو او ځینو نورو په ډاګه دغه حق له ښځو واخیست، نن ورته په کومه شرعي فتوی او حکم باندې د جواز لاره لیدلې ده؟
    ۶- د طالبانو اسلامي تحریک که د ښځو ټول اوسني تش په نامه مدني ورته ورکړل شوي حقوق ومني نو بیا خو دآریانا سعید، مژدې جمال زاده او ټولو هغو د دیموکراسۍ د علم بردرانو ښځو ښه بازار دی چې د غربي دیموکراسۍ د پلی کولو لپاره افغانستان ته راځي او اصلي اډې یې له ملک بهر دي، ځکه شکريې دا په ډاګه ویلي دي چې ښځو په خورا مېړانه له خپلو حقوقو دفاع وکړه، دا هغه دفاع هم دفاع بولي چې له ملک بهر ته ځي بیا ټکري یا پړوني هم له سره غورځوي، چې دې به دغه کار په ناروې کې د طالب استازو په وړاندې هم کړی وي او که نه؟ او که یې کړی وي، چې وږو او تږو طالب استازو به ورته ایمان او اودس ټینګ شوی وي؟
    ۷- که چېرې دا ټولې نادودې د منلو وړ وې، بیا ولې بې شمېره هېوادوال د طالب، ترهګر او دولت په نامه ووژل شول؟
    اوس را ځم د شکریې استازیتوب ته:
    ۱- په ټول افغانستان کې بل داسې څوک په ټول افغانستان کې نه وو چې د شکریې بارکزۍ څخه ښه استازیتوب وکړي او د ښه شرعي حجاب او اصولو په مراعتولو سره د طالب استازو سره خبرې اترې وکړي؟ له دې هم زیات آیا په حقیقت کې له رسنیزو منډو ترړو پرته دغه شان تمثیلي خوځښتونو ته اړتیا وه چې د افغان ایمانداره تور سرو په استازیتوب ترسره شي؟
    ۲- شکریې بارکزۍ تر اوسه کومه چاره داسې ترسره کړې ده چې هغه دې د افغان ښځو په ګټه وي؟ او هیڅ استخباراتي رنګ او جوهر دې پکې نه وي؟
    ۳- یو ځل خو دې زمونږ مسلمانې خویندې او مسلمانې میندې د شکریې شخصیت او کړه او وړه وګوري او بیا دې له دې ددې طمع وکړي چې د دوی له حقوقو به روا او شرعي دفاع وکړي.
    ۴- زما وېره داده چې د څو ورځو مخکې سفر په شان یې چې ترکیې ته یې له جنرال دوستم سره د خپلې لور او مېړه په ملتیا د چکر وهلو په نیت ترسره کړه، چې د ناروې دغه سفر او لیدنه هم د چکر او یوازې طالب څېرو ننداره او د خوند لیدنه نه وي؟
    اوس دې ګران افغان ولس او په ځانګړې توګه درنې خویندې او میندې ددې سوچ وکړي چې ددوی راتلونکی او بشري حقوق د چا په لاس سره ساتل کیږي؟ او د پردې تر شا به پرې کومه لوبه نه وي ترسره شوې؟؟؟
    په عربي ژبه یوڅوک وایې:
    إذا کان الغراب دلیل قوم سیهدیهم طریق الهلاک…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *