محور ورځپاڼه

په هلمند ولایت کې طالبانو د نشه يي توکو له ځايي سوداګرو سره د ترانسپورتي شرکتونو په بڼه قراردادونه تړلي او د زیاتو پیسو په بدل کې د هېواد له بېلابېلو برخو بهرامچې ته نشه يي توکي ليږدوي.

د هلمند ولایت په زمینداور کې طالب قوماندانان د نشه يي توکو کڅوړې په خپلو سیمرغ او پراډو موټرونو کې سرحدي مارکېټ بهرامچې ته رسوي او له هغه ځایه پاکستان او ایران ته لېږدول کېږي. ددغو طالب قوماندانانو نومونه د نشه يي توکو د کاروباریانو ترمنځ خورا مشهور دي او هريو یې جلا ځواکونه لري.

له هلمند ولایت څخه د بریتانويانو له وتلو وروسته، په دغه ولایت کې طالبانو جګړې ته شاکړې او د نشه يي توکو په سهمدارانو بدل شوي دي.

د پخوا په نسبت سږنی کال هلمند، کندهار او د اروزګان په څېر د ځینو نورو ولایتونو تودې سیمې د تریاکو په کروندو پوښلې دي. د سنګین، کجکي، موسی کلا او زمینداور په کروندو طالب ځواکونه پیره کوي او په بدل کې د نشه يي توکو له سوداګرو پیسې اخلي.

په زمینداور کې چې ترډېره د طالبانو په ولکه کې سیمه ده، د نشه يي توکو په بازار او انتقالاتو هم د طالبانو څارنه شته. ځايي خلک وايي، دوی ويني چې پخواني جنګیالي اوس په دوکانونو کې ګرځي، د موټرو کاروان ورپسې وي او د تاریاکو له سوداګرو سره د کروړونو پاکستانیو کلدارو معاملې لري.

د نشه يي توکو په کاروبار کې ښکېل طالبان د هېواد له مختلفو سیمو هلته تللي او په دې توګه زمینداور ته د نشه يي توکو د اصلي‌ تجارتي کاروان سرای په سترګه کتل کېږي.

له هغې وروسته چې بریتانوي ځواکونه له هلمند څخه ووتل، له جګړې سره د طالبانو لېوالتیا کمه شوه، سره له دې چې ځينې تازه دمي چریکان په افغان ځواکونو حملې کوي او یا له ټوپک ګرځولو خوند اخلي، مګر ډېری پخواني طالب قوماندانان د ترانسپورتي شرکتونو د مالکانو په توګه د تاریاکو له سوداګرو سره معاملې لري. دوی د نشه يي توکو زیاته اندازه په خپلو کاروانونو کې باوروي او د دښتو له کږو لارې یې په خپلو تیز رفتاره موټرو کې دهلمند ولایت بل سر د بهرامچې مارکېټ ته رسوي.

د ځايي خلکو او نشه يي توکو د سوداګرو ترمنځ ددغو قاچاقچي طالبانو نومونه خورا مشهوردي، دوی هریو د توکو په انتقال متفاوته اندازه پیسې اخلي‌او هر یو یې د موادو رسونې ځانګړی تضمین ورکوي.

عیني شاهدان وايي، زمینداور کې د بدخشان د تاریاکو سوداګر هم په معاملو بوخت دي او دغه سلسله اوس ترپخوا ډېره پراخه شوې ده.

عیني شاهدان وايي، د نشه يي توکو په مارکېټونو د دولتي ځواکونو له عملیاتو سره سم سوداګر له طالبانو مرسته وغواړي او د نشه يي توکو کڅوړې خوندي ځایونو ته ولېږدوي، خوپه سبا یې بیرته بازارونه ګرم وي.

د هملند او ارزګان ترمنځ ډېری داسې سیمې شته، چې ددولت له ولکې وتلې او په همدغو سیمو کې قاچاقچیانو د نشه يي توکو مارکېټونه جوړ کړي، چې امنیت یې طالبان ساتي.

ځايي خبریال سمیع لله روزګانی چې په مستعار نوم فعالیت کوي، محور ته وویل، د نشه ي توکو له سوداګرو سره د طالبانو اړیکې له پخوا څخه وې، د جنګ پرمهال به یې دوی ته معاشونه ورکول او سوداګر پخپله د هغه جګړو رامنځ ته کوونکي و، خو چې اوس حالات ددوی د کاروبار په مارکېټ منفي تاثیرات نلري، نو طالبان یې په کاروبار کې د خپلو شریکانو او ساتونکو په توګه استخدام کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *