تاند- طالبانو د هالنډۍ ژورنالیستې ادعا، چې ملا عمر په زابل کې پټ و، تایید کړه او د هغه د پټنځای عکس یې هم خپور کړ.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دوه عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا هغه پټنځای دی چې د دوی پخوانی مشر او د تحریک بنسټګر ملا محمد عمر اخوند پکې د مرګ تر ورځې پورې اوسېده.

مجاهد دا هم ویلي چې د طالبانو مشر په خپل هستوګنځي کې بوټي او د ګلاب ګلان لرل.

د طالبانو ویندوی په عین حال کې ویلي چې د هالنډۍ لیکوالې او ژورنالیستې د کتاب بیتې دم (Bette Dam) په اړه به نور جزییات ژر خپاره کړي.

بیتې دم په خپل تحقیقي کتالب (د ملا عمر پټ ژوند) کې ادعا کړې چې د طالبانو بنسټګر د امریکا د تصور خلاف په پاکستان کې نه بلکې په زابل ولایت کې د امریکا یوې اډې (وولورین) ته نژدې پټ و.

خو د افغانستان حکومت د هالنډۍ ژورنالیستې ادعا سمدستي رد کړه. د ولسمشر غني ویندوی هارون چخانسوري په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«موږ دا خیالي ادعا په کلکه ردوو او هغه طالبانو او د هغو ملاتړ کوونکو ته د هویت ورکولو او جوړولو یوه هڅه ګڼو.»

چحانسوري همداراز لیکلي«موږ کافي شواهد لرو چې ښيي دی (ملا عمر) په پاکستان کې اوسېده او همالته مړ شو.»

هالنډي لیکوالې اغلې دم، چې وايي د طالبانو د مشر په اړه پر څېړنې یې ۸ کاله لګولي، ادعا کړې چې ملا عمر هیڅکله په پاکستان کې نه و پټ شوی او د امریکایانو له اډې یوازې پنځه کیلومتره لېري اوسېده. خو هغه له دغه ځایه نه خوځېده ځکه چې بېرېده چې وبه نیول شي.

لیکوالې د ملاعمر د یوه ساتونکي جبار عمري پر څرګندونو زیات استناد کړی او ځینې څرګندې تېروتنې یې هم کړي دي. دا د ملا عمر د زوکړې ځای د زابل سیوری ولسوالي ښيي خو د طالبانو له لوري د ملاعمر د زوکړې ځای د کندهار د خاکرېز ولسوالي چاه هفت کلی ښودل شوی دی.

اغلې دم لیکلي چې امریکايي پوځیان، چې اډه یې د ملا عمر له کوره صرف ۵ کیلومتره لېرې وه، څو ځلې د نوموړي کور ته ورغلي خو د ملاعمر په موندلو نه دي بریالي شوي.

هغې دغه راز لیکلي چې ملا عمر په دغه کور کې د اوسېدو په کلونو کې د طالبانو مستقیمه قومانده په لاس کې نه لرله او د ۲۰۰۱ په دسمبر کې یې د طالبانو قومانده خپل پخواني دفاع وزیر ملاعبیدالله ته وسپارله.

6 thoughts on “طالبانو د هالنډۍ ژورنالیستې د ادعا په تایید د ملاعمر د کور عکسونه خپاره کړل”
  1. I believe in this book that Mula Omar was living inside Afghanistan not Pakistan and he was only brought to Pakistan for treatment when he became sick.
    many taliban fighters are living inside afghanistan because the government doesn’t have control in many areas. I just do not understand why the government doesn’t believe that Mula Omar was living inside Afghanistan?

  2. د ټالبانو مشر ملا مادومر چی کله د امریکی او پآکستان په ګډه مرسته له واکه لری کیژی نو د ملا عنایت الله کاکړ اندړ په مستنده لیکنه چی دی (ملا عنایت) دده د کورنی د ټولو غړو د افغاننستان له خاوری د خوندی راویستلو دنده ترسره کوی او ټوله کورنی (ممکن ملا عمر هم په کی وو) د پاکستان پر لور وکاږی او د کراچی شار ته یی رسوي.
    دا همغه کراچی ده چی کابو 2014 کال کی یی د ملا مادومر د مړینی اوازی خپری شوی لا د مخه یې د مرګ اوازی او رپورونه د افغانستان امنیت خپاره کړی وه مګر چا نه منله!
    دلته وه چی یو شمیر پاکستانیو رسنیو او عربی رسنیو دده د مړینی خبر د پآکستان د کراچی په صدر الدین اغا خان روغتون د ګوردو په وارډ کی تصدیق او خپره کړه.
    ملا مادومر د پاکستان په کراچی شار کی په مرموز ډول پیچکاری شوی هوبهو لکه ملا ربانی چی یی د راولپنډي په ایل ارایچ پوځي روغتون کی پیچکاری کړ

  3. د ټالبانو مشر ملا مادومر چی کله د امریکی او پآکستان په ګډه مرسته له واکه لری کیژی نو د ملا عنایت الله کاکړ اندړ په مستنده لیکنه چی دی (ملا عنایت) دده د کورنی د ټولو غړو د افغاننستان له خاوری د خوندی راویستلو دنده ترسره کوی او ټوله کورنی (ممکن ملا عمر هم په کی وو) د پاکستان پر لور وکاږی او د کراچی شار ته یی رسوي.
    دا همغه کراچی ده چی کابو 2014 کال کی یی د ملا مادومر د مړینی اوازی خپری شوی لا د مخه یې د مرګ اوازی او رپورونه د افغانستان امنیت خپاره کړی وه مګر چا نه منله!
    دلته وه چی یو شمیر پاکستانیو رسنیو او عربی رسنیو دده د مړینی خبر د پآکستان د کراچی په صدر الدین اغا خان روغتون د ګوردو په وارډ کی تصدیق او خپره کړه.
    ملا مادومر د پاکستان په کراچی شار کی په مرموز ډول پیچکاری شوی هوبهو لکه ملا ربانی چی یی د راولپنډي په ایل ارایچ پوځي روغتون کی پیچکاری کړ

  4. We must know the CIA and isi tactics. This is an intelligence war.the journalist may be the agent of cia and also keeping the DOHA dialogues sceneries to create a sympathy and impathy inside Afghanistan for Pakistan and talebjan . anyhow we want a respected and respectable ***PEACE PLAN*** for afghans.

  5. I was wondering if you ever thought of changing the page layout of your blog?
    Its very well written; I love what youve got to say. But maybe you could a little more in the way of content so people could connect with it better.

    Youve got an awful lot of text for only having 1 or 2
    pictures. Maybe you could space it out better?

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *