تاند- وسله والو طالبانو د هرات او فراه ترمنځ پر لویه لار یوه پله ته بم کېښود چې د چاودنې په نتیجه کې یې د پله ډېره برخه ویجاړه شوه.
د هرات – فراه د لویې لارې مسافر او موټرچلوونکي وايي چې طالبانو د دوشنبې په شپه پر عمومي سړک یو مهم پُل په بمي حملې والوزاوه.
تر دې یوه اوونۍ مخکې طالبانو په غزني ولایت کې یو لوی او درې کوچني پلونه په بمونو والوزول او د سپرلیو کړاوونه یې لا زیات کړل.
طالبانو د سږ کال په لومړیو کې ویلي وو چې عام المنفعه تاسیسات به نه ویجاړوي او حتي په ساتنه کې به یې مرسته کوي خو د تېرو کلونو خلاف دې ډلې په وروستیو میاشتو کې د پلونو او سړکونو ویجاړولو ته زور ورکړی دی.
دې ډلې په وروستیو کې د غزني – پکتیکا یو نیم کیلو متر پوخ سړک په بلدوزر ویجاړ کړ.
الله پاک دې تباه او برباد کړي، دغه د نه سړي پر کارونو
دوی کوم داسی کار کړی چی ددوی آخرت دی پری سم شی. د لاری لپاره شریعت جواز ورکړی چی مسجد شهید سی ولی دا دی آی ایس آی زامنو هر وخت خلاف د خپلو ژمنو کار کړی اوس یی نوی بادار ایران هم په دی ورانیو کښی لاس لری دا د بیت المال امانت دی انشاالله خدای به مو شرموی هم په دی دنیا او هم په هغی دنیا.
دا کار طالبانو نه دی کړی بلکی د سولی مخالفینو کړی دی چه سوله کی خنډ رامینځ ته کړی