تاند- راپورونه وايي چې د هلمند ولایت په خانشین ولسوالي کې سخته جګړه روانه ده او د ولسوالۍ ډېرې برخې د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته ورغلي دي.
ځیني سرچینې وايي چې طالبانو د دې سرحدي ولسوالي مرکز او یو شمېر امنیتي پوستې نیولي دي.
همدا سرچینې په عین حال کې وايي چې لا هم جګړه روانه ده او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې طالبان له هغو پوستو وشړي چې تازه یې نیولي دي.
په جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبلې اوښتي خو تراوسه پوري د هغو دقیق شمېر په دې خاطر نه دی څرګند چې لا جګړه روانه ده.
د افغانستان د سرحدي پولیسو چارواکي وايي چې طالبانو ټوله خانشین ولسوالي نه ده نیولې.
طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي. دې ډلې پخوا د خانشین د نیولو ادعا کړې وه خو دولتي چارواکو د طالبانو ادعا رد کړې وه.
په وروستیو کې په ځینو راپورونو کې ادعا شوې وه چې پاکستان د طالبانو مشران تر فشار لاندې راوستي چې په هلمند کې زیاتې سیمې لاندې کړي او خپله قیادي شورا هلمند ته ولېږدوي څو پاکستان څلور اړخیزې ډلې ته ووايي چې له خپلې خاورې څخه یې د طالبانو د مشرانو د ایستلو ژمنه په ځای کړې ده.