تاند- وسله والو سختدریځو د تشدد په دوام کې نن د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې ۱۹ پولیس او ۷ عسکر ووژل.
د هلمند ولسوال نفس خان خبریالانو ته وویل چې وسله والو طالبانو نن سهار /دوشنبه/ د پولیسو پر څو پوستو بریدونه وکړل، د پولیسو یوه اډه یې ونیوله، د هغو موټرونه او وسلې یې ونیولې او دې ولسوالۍ ته غځېدلې لار یې بنده کړه.
د نفس خان په وینا په دې بریدونو کې ۱۹ پولیس او ۷ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.
له بلې خوا د نوزاد ولسوال اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي چې له مرکزه د فوري مرستې غوښتنه کوي.
پرون د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې ۱۰ پولیس وژل شول او ۱۵ نور ژوبل شول. (نور ولولئ)
نن سهار په زابل کې د وسله والو طالبانو په انتحاري موټر بمي برید کې لږترلږه ۵ تنه ملکیان ووژل شول او شاوخوا ۸۰ نور ژوبل شول. (نور ولولئ)