تاند- د میدان وردک ولایتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د حکمتیار د اسلامي حزب پر پلویانو حملې کړي دي.

په میدان وردک کې د حزب او طالبانو ترمنځ پخوا خونړۍ نښتې شوي خو په وروستیو څو کلونو کې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې راپور نه دی ورکړای شوی مګر اوس دا نښتې وروسته له دې شوي چې حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړه.

د میدان وردک د ولایتي شورا رييس وايي چې طالبانو په نرخ ولسوالي کې د اسلامي حزب پر پلویانو حملې وکړې چې په نتیجه کې یې ۶ طالبان ووژل شول او ۹ نور ژوبل شول.

ده په دې نښته کې د اسلامي حزب د تلفاتو شمېر ۲ تنه وباله او ویې ویل چې ۴ نور حزبیان ژوبل شوي دي.

د میدان وردک د والي ویندوی عبدالرحمان منګل هم په نرځ ولسوالي کې د حزب او طالبانو ترمنځ نښتې تایید کړې، ویې ویل چې دې جګړې ۳ ساعته دوام وکړ.

خو ده د طالبانو تلفات ۱۰ تنه وښودل او ویې ویل چې د هغو په منځ کې د حقاني شبکې یو قوماندان، چې یوسف نومېده، هم وژل شوی دی.

منکل دغه راز ادعا وکړه چې د حزبیانو له لوري ۱۲ نور طالب حمله کوونکي ژوبل شوي دي.

منکل دا هم وویل چې افغان امنیتي ځواکونو د حزب اسلامي د پلویانو ملاتړ وکړ او د طالبانو پر ضد یې تصفیوي عملیات پیل کړل.

طالبانو او اسلامي حزب تراوسه پوري د دې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان له دولت سره د حکمتیار د سولې د موافقې له لاسلیکېدو وروسته اټکل کېده چې طالبان به د خپلو ماشینګڼو خولې د حکمتیار د پلویانو لور ته وګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *