تاند- وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې د ولایتي شورا یو کاندید او د هغه ۹ ملګري له تښتولو وروسته وژلي دي.
امنیتي چارواکو وویل چې سخت دریځو د سرپل د ولایتي شورا کاندید حسین نظري له خپلو ۹ ملګروسره هوژلی دی.
نظري د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د شپې مهال د جوزجان – سرپل په لویه لار هغه مهال وتښتول شو چې له خپلې ولسوالۍ (بلخاب) د ولایت مرکز ته روان و.
د سرپل ولایت امنیه قومندان حبیب ګل بهار تایید کړه چې ولایتي شورا ته کاندید حسین نظري د طالبانو له لوري وژل شوی دی.
طالبان غواړي چې خلک وبېروي څو په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي. دې ډلې په همدې منظور اعلان کړی چې کاندیدان، انتخاباتي کارکوونکي او حتي رای ورکوونکي به ووژني.
د سرپل امنیه قومندان ښاغلي بهار وویل له حسین نظري سره ۹ تنه نور عام کسان هم تښتول شوي ول او هغوی هم د وسله والو طالبانو له خوا وژل شوي دي.
سرپل د افغانستان نسبتاً ارام ولایت دی، د دولت وسله وال مخالفان پکې چندان حضور او فعالیت نه لري.
ویل شوي چې د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې یو انتخاباتي کمپاینر حاجي محمد یاسین هم وژل شوی دی.